هغه پېغله چې پر خپله ږیره ویاړي

د انځور حقوق .
Image caption کلونه کېږي، چې هرنام له خپله مخه ویښته نه دي خریلي

هرنام کور بریتانیا مېشتې پېغله ده او له دې کبله یې نوم د ریکارډونو په نړیوال کتاب ( ګنیز بک اف ورلډ ریکارډ ) کې ثبت شوی، چې کم عمرۍ کې بشپړه ږیره لري.

هرنام ۱۶ کلنه وه، چې معلومه شوه پالي سیسټیک سنډروم ناروغي لري. دا داسې ناروغي ده، چې له کبله یې د انسان پر بدن پریمانه وېښته راشنه کېږي.

پر مخ او بدن د ډېرو وېښتو لرلو له کبله هرنام د یو شمېر کسانو له ملنډو سره مخامخ وه. له همدې کبله نا کله خواشینې کېده او وايي څو ځله یې د ځان وژلو کوښښ کړی.

خو اوس په ټوله نړۍ کې د ( باډي پزیوټي ) یا د بدن په هکله مثبت پیغام خپروي.

کلونه کېږي، چې هرنام له خپله مخه ویښته نه دي خریلي. د بي بي سي راډیو فایو په خپرونه کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده هرنام وویل:

د انځور حقوق .
Image caption تر ډېرو کلونو راسره ظلم کېده، خلکو راباندې ملنډې وهلې

'' تر ډېرو کلونو راسره ظلم کېده، خلکو راباندې ملنډې وهلې، کله نا کله ډېره ناهیلې کېدم، څو ځله مې فکر وکړ، چې ځان ووژنم، وروسته مې ځان سره ویل که پر ما ملنډي وهونکي ژوندي دي، زه ولې ژوند و نه کړم او دا هغه وخت و، چې د خپل ژوند واګې مې په خپل لاس کې ونیوې، هغسې ژوند مې پیل کړ، چې زړه مې غوښت. ''

خو پوښتنه دا ده، چې ایا دغې پرېکړه سره د هغې ټولې ستونزې حل شوې، نوموړې وايي:

''د واکس له لارې د وېښته پاکولو سره پوست کش شي، ټپي کېږي، سوځي او ځوریږم، ځکه مې له مخه د وېښتو پاکول پرېښوول او اوس سوکاله یم. ''

په ۱۶ کلنۍ کې د ټولنیزو ارزښتونو خلاف ږیره ساتل د هرنام لپاره اسانه پرېکړه نه وه. نوموړې وايي:

''له ږیرې سره ښوونځي ته د تلو تجربه اسانه نه وه، خو زه پوهېدم، چې ژوند کې د بریا لپاره باید انسان خوښ واوسي، دې سره انسان پیاوړی شي، ستړې، ستونزې ډېرې وې، خو پر خپله لاره تګ په کار دی. ''

ټولنه کې ږیرې د نارینه وو د نارینتوب د سمبول په نظر کتل کېږي، خو هرنام وايي خوښه ده، چې ږیرې ته یې د ښځو پېژندګلوي ورکړه. هغه وايي:

''خپلې ږېرې سره مینه کوم. ما خپلې ږیرې ته یوه پېژندګلوي ورکړه، چې د یوه نارینه پر ځای د یوې ښځې ږیره ده. ''