تونس کې چارواکو د انیس عامری خوریی او دوه نور کسان نیولی

د انځور حقوق AFP
Image caption .

تونس کې چارواکي وايي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د جرمني برلین کې د لارۍ برید کونکي انیس عامري خوریی او دوه نور کسان نیولي دي.

د تونس کورنیو چارو وزارت په خبره درې کسان نیول شوي، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۷ کلونو تر منځ دي. دغه درې کسان د ( د ترهګریزې ډلې ) غړي وو او شپې مهال نیول شوي دي.

۲۴ کلن عامري د ایټالیا پولیسو د هغه هېواد مېلان ښار ته نژدې په ډزو وواژه.

د برلین لارۍ برید پایله کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او ۴۹ نور ټپیان شوي وو.

د تونس کورنیو چارو وازت په خبره د عامري خوریی اعتراف کړی، چې د خبرو اترو اپلیکشن ټیلیګرام له لارې له خپل ماما سره غږېدلی دی او دا ځکه چې نه یې غوښتل امنیتي چارواکي د دوی له خپل منځي خبرو اترو خبر شي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې درې نیول شوي کسان له تیونس نه لږ لرې او د عامري په پلرني کلي کې د یوې ترهګرې ډلې غړي دي.

اعلامیه زیاتوي عامري خپل خوریی ته د دې لپاره پېسې لېږلې وې، چې دی هم جرمني ته لاړ شي او په جهادي ډله کې ګډون وکړي او وايي عامري نوموړی هڅولی و، چې د اسلامي دولت نومي ډلې ملاتړ وکړي.

لور ته د اسپانیا څارګرې ادارې د دغه هېواد د یوه اوسېدونکي او انیس عامري تر منځ د انټرنېټي اړيکې په باب پلټنې کوي، چې وايي د دسمبر میاشتې په ۱۹ نېټه تر سره شوې ده.