تور سمندر کې د لوېدلې روسۍ الوتکې د وژل شویو کسانو لوی لټون دوام لري

د انځور حقوق Reuters
Image caption سوچي کې د لوېدلې الوتکې ځینې موندل شوي څیزونه

روسیې په تور سمندر کې د لوېدلې الوتکې ځای کې د وژل شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون ستر عملیات پیل کړي دي.

په دې عملیاتو کې ۳ زره کسان ګډون لري، چې ۱۰۹ پکې غوټه وهونکي دي. بېړۍ، الوتکې او چورلکې هم پکې برخه لري.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند وویل، پر تیارې سربېره د لټون عملیاتو دوام کړی دی.

د روسيې يوه پوځي الوتکه د تور سمندرګي له سوچي څخه له الوتنې وروسته ورکه شوې. په تېرو څو دقيقو کې روسي رسنيو راپور ورکړی چې د الوتکې پارچې موندل شوې.

د روسيې دفاع وزارت وايي په دغه الوتکه کې د پوځ د تشريفاتو د برخې د یو شمېر غړو په ګډون ۹۲ کسان سپاره وو.

سرچینه وايي، د لوېدلې الوتکې ځینې ټوټې یې موندلې دي، خو هېڅوک پکې ژوندی نه دی پاتې شوی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د روسيې لوېدلې الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوې

'انټرفاکس' خبري اژانس د یوې سرچینې له خولې ویلي، الوتکه په سیمه ییز وخت د سهار ۵ بجې او ۲۰ دقیقې له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته د تور سمندر د اوبو پر سر له راداره ترۍ تم شوه.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي، د الوتکې په سپرلۍ کې پوځیان، د الکسندروف پوځي موسیقۍ د ډلې غړي او نهه خبریالان هم وو.

ښاغلي کوناشینکوف وویل، د لټون لوی عملیات دوام لري.

ویل کېږي الوتکې سوریه کې د روسیې یوې پوځي اډې ته د کریسمس مراسمو کې د ګډون لپاره روسي پوځيان لېږدول.

د انځور حقوق EPA
Image caption د الوتکې د لوېدو ځای کې د لټون لوی عملیات دوام لري
د انځور حقوق AFP
Image caption د الکسندروف موسیقي ډلې مرکز کې خلکو د وژل شویو په یاد کې د ګلانو ګېډۍ اېښې دي

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د روسیې خبري اژانس ته ویلي، ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د پېښې تازه معلومات ورکول کېږي.

روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد لوی ملاتړی هېواد دی چې په دې هېواد کې یې د حکومت مخالفو ډلو پرضد هوايي عملیات پیل کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption 'انټرفاکس' خبري اژانس د یوې سرچینې له خولې ویلي، الوتکه په سیمه ییز وخت د سهار ۵ بجې او ۲۰ دقیقې له الوتلو ۲۰ دقیقې وروسته له راداره ترۍ تم شوه.
د انځور حقوق AFP
Image caption سوچي کې د لوېدلې الوتکې ځینې موندل شوي څیزونه

د روسیې حکومتي تلوېزیون (روسیه ۲۴) ویلي، د الوتکې د څرک معلومولو لپاره لټون پیل شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۰ کال اپریل کې یوه توپولوف - ۱۵۴ ډوله روسۍ الوتکه د روسیې لوېدیځ سمولینڅک کې ولوېده، چې ۹۶ کسان پکې ووژل شول. په وژل شویو کې د پولنډ ولسمشر لیچ کازنڅکي هم و.

د ۲۰۱۰ کال اپریل کې یوه توپولوف - ۱۵۴ ډوله روسۍ الوتکه د روسیې لوېدیځ سمولینڅک کې ولوېده، چې ۹۶ کسان پکې ووژل شول. په وژل شویو کې د پولنډ ولسمشر لیچ کازنڅکي هم و.

د ۲۰۰۱ اکتوبر کې یوه توپولوف - ۱۵۴ الوتکه د تور سمندر د اوبو پرسر وویشتل شوه چې ۷۸ کسان پکې ووژل شول.

الوتکه د اسرائیلو له تل ابیبه د روسیې نووسیبریسکي ته روانه وه چې ډېری مسافر یې اسرائیلیان وو.

د اوکرایین پوځ په پیل کې پېښه کې له لاس لرلو ډډه وکړه، خو وروسته یې په رسمي توګه ومنله چې الوتکه د پوځي تمرینونو پرمهال لګېدلې ده.

نژدې دوه میاشتې وړاندې د سوریې لاذقیه ولایت کې له حمیمیم هوايي ډګره روسي هوايي ځواکونو ته د "ګټې اخیستو" هوکړه لاسلیک شوه.

حمیمیم هوايي اډه کې تر ډېره روسي پوځيان او پوځي کارکوونکي مېشت دي، خو روسۍ الوتکې ډېره کله د اسانتیاوو له کبله د باسل اسد له نړیوال هوايي ډګره ګټه اخلي.

الکسندروف ډله څوک ده؟

د انځور حقوق EPA
  • د روسيې د وسله وال پوځ رسمي ډله.
  • په ۱۹۲۸ کال جوړه شوې.
  • یو ارکسټر او څو نڅاګر لري.
  • د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال د "سره پوځ" په ډلې مشهوره وه.
  • نوم یې د ډلې د لومړي مشر الکسندر واسیلوویچ الکسندروف له نامه اخیستل شوی.
  • الکسندر الکسندروف د پخواني شوروي اتحاد د ملي سرود جوړوونکی و.
د انځور حقوق AFP

توپولوف - ۱۵۴ د روسيې د الوتنو د ملا تیر

دغه الوتکې څو لسیزې د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسې د هوايي الوتنو د ملا تېر و

یادې الوتکې درې ماشینونه لري که څه هم تنګې دي خو لنډمهالې الوتنې کوي

دغه الوتکې د تېرې پېړۍ شپېتمې لسیزې نیمايي کې جوړې شوې، په ۱۹۷۲ کال یې کار پیل کړی، بیا په ۱۹۸۶ کال نوي ماشینونه پکې لګول شوي

د یادو الوتکو ۳۹ پېښې رامنځ ته شوې، خو د تخنیکي ستونزو له کبله ډېرې کمې پېښې رامنځ ته شوې

د لبنان، جورجیا او افغانستان په جګړو او شخړو کې ځنې توپولوف - ۱۵۴ الوتکې له منځه تللې دي

د روانې پېړۍ له پیله په تدریجي ډول دغه الوتکې له الوتنو شاته شوې، د روسیې هوايي چلند ایروفلاټ دغه الوتکې په ۲۰۱۰ کال له خدمتي چوکاټه وایستلې. اوسمهال په ټوله نړۍ کې له دغو الوتکو یوازې ۵۰ پاتې دي.

''مصر کې روسۍ الوتکه د ترهګريز بريد ښکار شوې''

ترکي ځواکونو د سوریې پر پوله ''روسۍ جنګي الوتکه'' غورځولې

سایبریا کې روسۍ الوتکه رالوېدلې ده

اړونده مطالب

ورته مطالب