۱۰۰ ښځې: زه "یوه تسلیم شوې ښځه"یم

د انځور حقوق Kathy Murray

کلیفورنیايۍ کیټي مورې وايي د خپل مېړه له کنټرولولو څخه د لاس اخیستو له لارې يې خپل ګډ ژوند وژغوره.

سره د دې چې ځان د ښځو د حقونو مد افعه بولي - د تسلیم شوې ښځې په نامه د یو ناندره ییزه کتاب لارښوونو باندې عمل کوي - او نورو ته يې هم ښيي- چې ښځو ته وايي خپل میړه مه ځوروئ اودرناوی يې وکړئ.

د لومړي ځل واده وروسته په ۲۶ کلنۍ کې طلاقه شوم. په ۳۲ کلنۍ کې مې دویم واده وکړه خو ډېر ژر وضعه بدله شوه او د مېلمه په خونه کې ویده کېدم. زما او مېړه ترمنځ به تل جګړه روانه وه.

۱۰۰ ښځې ۲۰۱۶: دې لړۍ کې څه دي؟

"هر څوک سمېدای شي"- د جنسي تېري کوونکو درملنه

۱۰۰ ښځې ۲۰۱۶: 'زما ژوند هوسا او له رنګونو ډک دی'

زموږ ډېری جګړو له دې سرچینه اخیسته چې ما فکر کاوه مېړه مې د ماشومانو په روزلو نه پوهېږي "موږ دواړو ۴ ماشومان درلودل چې ۴-۹ کلن وو". د پیسو پر سر هم نه جوړېدو او پر دې هم شخړه وه چې څومره مینه به کوو.

ما په یوه خصوصي ښوونځي کې د مالي چارو د مشرې په توګه هره ورځ کار کاوه او د خپلو ماشومانو په ښوونځي کې مې کله کله داوطلبانه کار هم کاوه.

مېړه مې د یوه ساختماني شرکت د پېر او پلور د چارو نماینده و خو د کورنۍ د چلولو لپاره اصلي تنخواه زما وه او ځان مې واکمن باله.

هېچا ته مې له شرمه نه ویل چې له مېړه سره مې تل لانجه لرم، خو له غوسې او خواشینۍ ډکه وم.

د "تسلیم شوې ښځې" شپږ اصلونه

•د خپل مېړه له بېځایه کنټرولو څخه لاس اخلي

•د خپل میړه فکر ته درناوی کوي

•د هغه ډالۍ په مهربانۍ سره ترلاسه کوي او مننه څرګندوي

•خپلې غوښتنې ورته بیانوي خو د هغه د کنټرولولو هڅه نه کوي

•د کورنۍ د مالي چارو په سمبالولو کې ورباندې اتکا کوي

سرچینه: لاورا ډویل، د تسلیم شوي ښځې د کتاب لیکونکې

کله چې به پر خپل مېړه باندې په قهر وم چې ولې زما اړتیاوو ته پام نه کوي، هغه به معمولا د ټلویزیون په کتلو او د کورنیو حیواناتو سره په لوبو ځان بوختاوه.

ټول سړیان جنسي اړیکي خوښوي، همداسې نه ده؟ خو زما مېړه داسې نه و. هغه له ما سره هېڅ کار نه درلود. ډېره سخته وه.

هرڅومره چې به مې ورته ویل چې څه باید وکړي، هغومره به يې لږ پام راته کاوه. نور نه پوهېدم چې څه وکړم نو د کورنیو ستونزو یو ډاکټر ته مې بوته. خو کار لاپسې خراب شو، ماشومان هم زموږ له شخړو څخه په تنګ شوي وو، هغوې مو هم رواني ډاکټر ته بوتلل. دې هم ګټه و نه کړه.

زه په خپله هم یو کال رواني ډاکټر ته تلم او د خپل مېړه په هکله مې شکایتونه کول. په زرګونو ډالره مو ولګول، ګټه يې و نه کړه او بالاخره خبره تر طلاقه ورسېده.

له ژړا، جګړې او چیغو ستومانه شوې وم، فکر مې کاوه چې یوه ورځ به مې مېړه بالاخره سم شي، خو سم نه شو. ځان مې ډنګر کړ، ورزش مې پیل کړ او د نورو سړیانو پام راته راجلب شو، خو ما دا کار نه کاوه، او په غوسې په مې هغوي ته کتل. دې کار هم نتیجه را نه کړه.

د انځور حقوق Kathy Murray
Image caption کیټي وايي خپلې ملګرې، بوني، سره يې مرسته وکړه چې هغه هم خپل کورنی ژوند سم کړي

نژدې و چې طلاق واخلم چې د تسلیم شوې ښځې په نامه یو کتاب مې ولید چې لاورا ډویل لیکلی.

په ښوونځي کې موږ ته نه ښيي چې څرنګه خپل کورنی ژوند سم کړو او نورو ښځو هم راسره د خپل ژوند رازونه نه دي شریک کړي.

پوه شوم چې د کورني ژوند په نه سمېدو کې ما هم ونډه درلوده چې ولې مې کورنی ژوند ناکامه و او لومړی واده مې په طلاق بدل شو. دغې پوهې ځواکمنه کړم.

نه پوهېدم چې خپل میړه ته مې درناوی نه کاوه یا ان هڅه مې کوله چې کنټرول يې کړم.

فکر مې کاوه چې مرسته ورسره کوم او منطقي چلن کوم. خو زه نه پوهېدم چې د سړیانو لپاره درناوی د اکسیجن په شان دی، او د حیرانتیا وړ نه ده چې مېړه مې له جنسي پلوه راسره دلچسپي نه درلوده.

هغه ورځ به مې هېڅکله هېره نشي چې لومړی ځل مې له مېړه بښنه وغوښته چې بې ادبې مې کړې وه او د ماشومانو پر وړاندې مې ورباندې نیوکه کړې وه یا هغه ورځ چې ورته ویلي مې وو چې "ستا نظر مهم نه دی" او پخوا به مې هروخت ورته ویل چې څه باید وکړي او څه باید ونه کړي.

مېړه مې داسې روزلی و چې د هر کار لپاره باید له ما څخه اجازه واخلي. او د یو کال لپاره مې رواني ډاکټر ته دا شکایتونه کول چې مېړه مې ساده پرېکړې هم نشي کولای!.

د مېړه د ژوند، انتخابونو اوپرېکړو له کنټرولولو څخه مې لاس واخیست او پام مې خپلې خوښۍ ته راواړاوه. نور مې ورسره د هغه د مور په شان چلن نه کاوه بلکې د مېرمنې او معشوقې په شان مې ورسره چلن کاوه.

جګړې مو ورځ په ورځ کمې شوې او د مېړه اړیکي هم راسره ښې شوې او په دې يې پیل وکړ چې لاس مې ونیسي، ځان ته مې نژدې کړي او ښکل مې کړي.

خبره نه وم چې خپله خوښي مې په خپل لاس کې ده. فکر مې کاوه چې مېړه مې باید ما خوشحاله کړي.

اوس مې هغه ظریفې لارې موندلې چې څرنګه خپل مېړه وهڅوم چې راسره مینه وکړي، دا د زاري کولو، ژړلو، چیغو وهلو او غوښتلو پرتله ډېرې اغېزمنې دي. ان کله چې د هغه مزاج سم نه وي، زه خپل مزاج سموم او خپله غېېږ پرانیزم.

زما ماشومانو هم زموږ د اړیکو بدلون احساس کړی، او له دې امله، د هغوی چلن هم ښه شوی او زموږ په کورنۍ بیا سوله، آرامي او خوښي راغلې ده.

معمولا ښځې راڅخه پوښتنه کوي چې ما به ځان په ناپوهۍ اچولی وي او تسلیم شوې یمه. خو زه ورته وایم چې زه اوس هم د ښځو د حقونو دفاع کوم. تسلیمېدل د دې واقعیت منل دي چې له خپل ځان پرته بل څوک نشې بدلولای یا کنټرولولای. او دا مې ځواکمنوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب