مسکو غونډه: د بندیزونه له نوملړه د یو شمېر طالبانو نومونو ایستلو ته چمتوالی کېږي

د انځور حقوق .
Image caption روسي چارواکو دا وروستیو کې ویلي، چې له طالبانو سره اړیکه کې دي

د روسیې پلازمېنې مسکو په درې اړخیزه غونډه کې، چې روسیه، چین او پاکستان په کې ګډون لري، چمتووالی ښوول شوی، چې افغانستان کې د سولې او ټیکاو په موخه د طالبانو ځینې نومونه د بندیزونو له نوملړه وایستل شي.

روسیې، چین او پاکستان دغه راز خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش په نامه ډله مخ پر ودې ده او په دغه هېواد کې وايي د امنیت حالت مخ پر ترینګلتیا دی.

افغانستان دغې غونډې ته نه دی بلل شوی او دغه چاره د افغان حکومت د اعتراض لامل شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې راتلونکو غونډو ته به افغانستان هم وبلل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:

'' ټولو دریو هېوادونو د افغانستان د امنیتي حالت په اړه، چې مخ پر ترینګلتیا دی، خبرې وکړې. دغه راز پر یوه داسې چوکاټ هوکړه وشوه، چې د انعطاف وړ وي او د کابل او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته د لارې هوارولو لپاره د طالبانو ځینو کسانو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه وایستل شي. ''

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله نوم د دغه سازمان د هغو کسانو نوملړ کې شامل کړي، چې بندیزونه پرې لګېدلي.

تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د مسکو درې اړخیزې غونډې ته د افغانستان نه بلل کېدو له کبله نیوکه وکړه.

نوموړي وویل:

''په داسې حال کې، چې افغانان په کې حضور و نه لري، که د افغانستان وضعیت په ښه نیت هم ارزول کېږي، له یوه لوره د افغانستان حالت په کره توګه نه شي معلومولای، له بل لوري د دغسې غونډو په اړه له افغانانو سره جدي پوښتنې پیدا کېږي. ''

د ښاغلي مستغني په خبره د بهرنیو چارو وزارت د دغې غونډې په تړاو ابهام او له افغانستان سره په دې اړه نه همغږي د ' د اندېښنې وړ ' چاره بولي او وايي د غونډې له تر سره کونکو یې توضیح غواړي.

له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

د روسیې سفیر: د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکي لرو

کابل مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه اندېښمنوونکې بللې

امریکا متحده ایالتونه هم، چې تر اوسه افغانستان کې ۱۰ زره پوځیان لري دغې غونډې ته نه وو بلل شوي.

کابل او واشنګټن کې چارواکي وايي روسیه غواړي له طالبانو سره اړیکي پیاوړي کړي، خو روسیه دغه موضوع ردوي.

مسکو وايي، له طالبانو سره د خپلو اتباعو د خوندیتوب، د افغانستان سولې بهیر پیاوړتیا او له داعش ډلې سره د مبارزې په موخه اړیکه کې ده.