د عکسونو البوم: ۲۰۱۶ په انځورونو کې

په نړۍ کې د روان کال له ځینې ډېرو مهمو، هیښوونکو یا جالبو خبرونو دا انځورونه غوره شوي دي.

د انځور حقوق Nacho Doce/REUTERS
Image caption د روان کال په لومړیو کې یوه نړیواله مهمه هڅه دا وه چې څنګه او ولې به زیکا وایروس په جنوبي امریکا کې د ماشومانو او نوزېږو دماغ اغېزمنوي او کوپړۍ به یې بې ډوله کوي. برازیل رپوټ کړه، چې د ۲۰۱۵ له اکټوبر یې تر څلوېښت زرو ماشومان دغه ویروس اغېزمن کړي، په ځواب کې روغتیا نړیوالې ادارې بېړنی وضعیت اعلان کړ.
د انځور حقوق Brian Snyder/REUTERS
Image caption کله چې جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ ور سره ستړیمش کوله، یوه ملاتړې یې حیرانه پاتې شوه. نوموړی چې سیالیو ته ووت، د بري هیله یې کمه وه، د ټاکنو تر ورځې نیوکې پر کېدلې، خو بریالی شو.
د انځور حقوق Pablo Martinez Monsivais/AP
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما او لومړۍ مېرمن مېشل اوباما په مارچ میاشت کې ارجنټاین ته بلل شوي وو او په یوه ماښامنۍ کې د دغه هېواد ملي نڅا یا ټانګو کوي
د انځور حقوق Jonathan Bachman/REUTERS
Image caption په نیویارک کې د ۲۷ کلنې نرسې ایشیا ایون انځور له هغه وروسته د ( تورپوستو ژوند ستونزه ده) غورځنګ یوه نښه شو، چې نوموړې د یوه تورپوستي د وژنې په اعتراض کې د جولای پر نهمه له پولیسو سره مخ شوه.
د انځور حقوق Xinhua/REX/Shutterstock
Image caption د جولای پر ۱۱ د نیویارک اوسېدونکي د لمر لوېدلو پر مهال د لوړو ودانیو ترمنځ د لمر لوېدیلو عجیبه منظره ویني.
د انځور حقوق BULENT KILIC/afp
Image caption په ترکیه کې د ناکامې کودتا پر مهال استانبول ښار د حکومت پرځوونکو پوځیانو او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملاتړو ترمنځ د سیالۍ او جګړې پر ډګر بدل شو.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د چین د هونان په تاینمن غره کې ښیښه يي لار دغه هېواد کې د هیښوونکو سیمو د لیدلو لپاره ګرځندویانو ته په لېوالتیا بدله شوه. دا په دغه کړنګ کې سل متره غځېدلې پلې لار ده، خو د دې سیمې ډېرې منظرې ترې ښکاري.
د انځور حقوق Tim Ireland/AP
Image caption د ډیویډ بووي انځور چې له مرګ وروسته د موسیقي مینوالو په زیارت بدل شو، ځايي شورا یې د اوږدمهال لپاره د خوندیتوب ژمنه وکړه. د لندن جنوب کې په برکسټن کې د هغه مینوال ترې تاو دي او ژوند او هنر یې لمانځي. دا نومیالی سندرغاړی د سرطان له امله د جولای پر ۱۱ د ۶۹ کلونو په عمر وفات شو.
د انځور حقوق Danny Moloshok/ Reuters
Image caption بیونس په لاس انجلس کې له کنډرېک لمر سره د اوبو ډنډ کې په سندرو ویلو او نڅېدلو سره په هیښوونکې ډول بي اي ټي یا تور سپین وختېري تلوېزون جایزې پرانیستې. هغې د دې سندرې له امله د کال ویډیو او د لیدونکو انتخاب جایزه وګټله.
د انځور حقوق Emilio Morenatti/AP
Image caption پر ۲۰۱۶ کال لږ تر لږه ۳۸۰۰ کډوال په مدیترانه سمندرګي کې مړه شول او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې دا کډوالو ته تر ټولو مرګونی کال و. د لیبیا سمندرغاړه کې دلته کډوال چې ډېری د ایریتریا دي د ژغورنې عملیاتو پر مهال اوبو ته ټوپ اچوي.
د انځور حقوق Cameron Spencer/Getty Images
Image caption جماکايي ځغاستونکی یوسېن بولټ چې په ۱۰۰ متره منډه کې د منځلوبې بري ته نږدې کېږي، نو کمرې ته مسکېږي.
د انځور حقوق MAHMOUD RSLAN/afp
Image caption د سوریې په حلب کې یو ماشوم په هوايي برید کې له نړېدلې ودانۍ لاندې وژغورل شو.
د انځور حقوق Kenny Katombe/REUTERS
Image caption کانګويي پوځیانو په اګسټ کې د وژنو او توکمیز تاوتریخوالي د مخنیوي مظاهرو کې یو ولسي وګړی نیولی. له هغه څو ورځې مخکې شکمنو وسلوالو تر ۳۰ پورې ولسي وګړي وژلي و.
د انځور حقوق AMEER ALHALBI/AFP
Image caption د سپټمبر پر یوولسمه د سوریې حلب کې تر بمبار وروسته کورنۍ په کنډواله شویو ودانیو کې له دغې سیمې بهر ته په لار دي.
د انځور حقوق SHAILESH ANDRADE/Reuters
Image caption د هند په ممبيۍ ښار کې هندو مذهبي د ګانش لس ورځني جشن په وروستۍ ورځ په کوڅو کې خپل ایډیال خدای (ګانش) وړي، چې د پرمختګ الهه یې بولي.
د انځور حقوق Zohra Bensemra/REUTERS
Image caption له اسلامي دولت د موصل د نیولو لپاره د عملیاتو په بهیر کې په زرګونو عراقیان خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شول.
د انځور حقوق Justin Tallis/Getty Images
Image caption د برتانیا ملکه الیزابېت دوه د فونډبري مېنې تر لیدلو وروسته یوه پلورنځي ته ګوري.
د انځور حقوق HEIN HTET/EPA
Image caption د نومبر پر ۱۴ له ۱۹۴۸ کال راهیسې ړومبی ځل و چې سپوږمۍ دومره ځمکې ته نږدې شوې او په اسیا کې تر ټولو ډېره روښانه او لویه ښکارېدله.