هند کې د مارانو زهرو قاچاق کونکي نیول شوي

د انځور حقوق PRATIBHA WALUNJ
Image caption . د هند په ځینو سیمو کې، چې د وحشي ژویو او خوځنده وو شخصي ساتنه په کې غیر قانوني ده

هندي پولیسو لوېديځ مهاراشټر ایالت کې د مارانو د زهرو دوه مشکوک قاچاق کوونکي نیولي دي.

پولیسو پونه سیمه کې له یوه کوره چې نیول شوي قاچاق کوونکي په کې اوسېدول د کوبرا په ګډون ۷۰ ماران او د مارانو ۳۰ ملي لیتره زهره نیولي دي.

پولیس وايي ماران په جوالونو او لرګینو بکسونو کې ساتل شوي وو او وايي اوس د طبیعي چاپیریال ساتنې ادارې چارواکو ته سپارل شوي دي.

د هند په ځینو سیمو کې، چې د وحشي ژویو او خوځنده وو شخصي ساتنه په کې غیر قانوني ده، د مارانو زهرو پلور ګټور کاروبار دی.

رپوټونه وايي، هند کې د درملو یو شمېر تولیدونکي د مارانو زهر په ځینو درملو کې د کارولو لپاره له قاچاق کونکو رانیسي.

هند: بېوزله مېرمنې د مېړه مړی په اورګاډي کې پرې ایښی

هند: په هوا کې د کثافاتو غورځوونکو الوتکو شرکتونه به جریمه شي

بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

ځايي پولیس افسر سنتوش ګیري ګوساوي هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د کره معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته یې دغه کور کې تالاشي وکړه.

د هغه په خبره مشکوکو قاچاق کوونکو له هغو کسانو دغه ماران رانیول، چې غرونو او دښتو کې ماران نیسي او وايي دوی د پلورلو لپاره له مارانو زهر اېستل.