بلوچستان جګړه: پر پاکستان د نژدې ۱۰۰۰ کسانو د 'وژنو او خښولو' تورونه

د انځور حقوق AFP
Image caption فعالان پر پاکستاني امنیتي ځواکونو تور پورې کوي، چې بې محاکمې یې بې درکه کسان وژلي دي

تېرو شپږو کلونو مودې کې د پاکستان بلوچستان ایالت کې د نږدې ۱۰۰۰ سیاسي فعالانو یا مشکوکو بېلتون پالو مړي موندل شوي دي.

فعالان وايي دغه شمېرې، چې د بشري حقونو له وزارته د بي بي سي اردو لخوا تر لاسه شوې، د ګڼ شمېر بې محاکمې وژنو څرګندونه کوي.

د وژل شويو خپلوان وايي، ډېری دغه کسان د امنیتي ادارو لخوا نیول شوي وو. خو حکومت بیا وايي دغه کسان په جګړه د بوختو ډلو په خپل منځي شخړو کې وژل شوي دي.

۲۰۰۷ کال کې بلوچستان کې د بیلتون پالو له پاڅون وروسته زرګونه کسان بې درکه شوي دي.

د بلوڅانو هغه پاڅون ځپلو لپاره ۲۰۰۵ کال کې د پوځ په مشرۍ عملیات ترسره شول، چې د صوبې طبیعي زېرمو کې یې د ډېرې برخې غوښتنه کوله.

بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو تلفات ډېر شوي دي

"پاکستان کې رسنۍ بلوچستان او پښتونخوا ته پام نه کوي"

بلوچستان: د شاه نوراني زيارت چاودنه کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي

پاکستان کې د بشري حقونو مرکزي وزارت چارواکي وايي له ۲۰۱۱ کال راهیسې بلوچستان کې لږ تر لږه د ۹۳۶ وژل شویو کسانو مړي موندل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسله وال بیلتون پال د بلوچستان پریمانه طبیعي زېرمو کې د ډېرې برخې غوښتنه کوي

دغه ډېری مړي د کوټې، خضدار، قلات او مکران سیمو کې موندل شوي، چې بیلتون پالي په دغو سیمو کې نفوذ لري.

' د وژلو او خښولو ' دغو قضیو نه د کوټې ګاونډ سریاب کې د یوه اوسېدونکي سیاسي فعال جلیل ریکي قضیه ډېره مشهوره شوه.

جلیل ۲۰۰۹ کال کې له خپله کوره نیول شوی و او دوه کاله وروسته یې د ایران پولې ته نژدې مند سیمه کې، چې له کوټې نژدې ۱۱۰۰ کیلومتره لرې ده، مړی وموندل شو. د هغه مور بي بي سي ته وویل:

'' دوی دریو موټرو کې زموږ کور ته راغلل، د څارګرو ادارو موټرې وې او جلیل یې ونیو. پولیسو زموږ عریضه نه اخیسته، د کورنۍ نارینه مو وروسته د اعلی وزیر دفتر ته لاړل، خو هېڅ غبرګون څرګند نه شو. دوه کاله وروسته یې یو چا په مند سیمه کې مړی موندلی و، یوه مرمۍ یې پر سر ویشتلی و او درې یې پر سینه لګېدلې وې. مټې یې ماتې وې او پر ملا یې د سګرېټو داغونه وو. ''

د وژل شویو کسان خپلوان په دې باور دي، چې د وژل شویو شمېر له دې ډېر دی. د بې درکو بلوڅانو غږ په نوم سازمان مسوولان وايي، دوی تر اوسه د داسې ۱۲۰۰ کسانو نومونه ثبت کړي، چې وژل شوي دي او مړي یې خښ کړل شوي، خو وايي داسې ډېر نور هم شته، چې نومونه یې دوی ته معلوم نه دي.

د دغه سازمان مشر نصرالله بلوڅ بي بي سي ته وویل، ډېری وژل شوي کسان هغه فعالان دي، چې په زوره بې درکه کړل شوي دي، هغه کسان، چې له کورونو نیول شوي دي او بیا بې درکه وو.

د نوموړې دغه ادعا د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ۲۰۱۳ کال له هغه رپوټ سره همغږی دی، چې په زوره د خلکو بې درکه کولو، خپل سري نیولو، ځورولو او بې محاکمې وژنو په ګډون له بشري حقونو د جدي سر غړونو معتبرو رپوټونو یادوونه په کې شوې.

بل لور ته د صوبايي حکومت ویاند، انوارالحق کاکړ رد کړې، چې ګواکې څارګرې ادارې په دغه ډول کړنو کې لاس لري:

''بېل لاملونه لري، کله نا کله داسې هم کېږي، چې وسله وال له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل کېږي، خو مړي یې وروسته موندل کېږي.

د انځور حقوق .
Image caption پر جلیل ریکي له وژل کېدو مخکې تشدد شوی و

قبیلوي دښمنۍ هم شته، د تنظیم شویو جرمونو ډلې هم شته، د مخدره توکو مافیا هم فعاله ده او د وسله والو ډلې په خپل منځي نښتو کې د وژل شویو وسله والو مړي هم نه خښوي. ''

د تېرو کلونو مودې کې د بلوڅانو توکمپالو سازمانونو او وژل شویو کسانو د خپلوانو له لوري پرلپسې احتجاجونه شوي دي، یو شمېر بهر ته تښتېدلي او ځینې په پاکستان کې دننه په خوندي ځایونو کې پټ شوي دي.

نوید بلوڅ چې د جرمني برلین کې د لارۍ برید قضیې کې د یو څه وخت لپاره نیول شوی و، فبرورۍ کې خپله سیمه مند کې له ' ظلمه د تېښتې ' لپاره له پاکستانه وتلی و.

د نوموړي یوه خپلوان چې هغه هم نوید بلوڅ نومیږي، بي بي سي اردو ته ویلي، چې خپلوان یې د بلوچستان یوه توکمپال ګوند غړی و، چې پاکستاني ځواکونو تېر کال له نیولو وروسته ځورولی و او دا وروستیو کې یې کور ته بیا د امنیتي ځواکونو کسان ورغلي وو.