پوتین: سوریې له مخالفانو سره اوربند منلی

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي پوتین وویل: ''درې هوکړې لاسلیک شوې، لومړی سند د سوریې د دولت او وسله والو مخالفانو ترمنځ. دویمه هوکړه د اوربند ساتلو لپاره د لازمو ګامونو اخیستو په اړه او درېیم هغه د سوریې د کړکېچ د هواري او سولې لپاره د خبرو د چمتووالي لپاره''.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د روسیې او ترکیې په ملاتړ د سوریې حکومت له وسله والو مخالفانو سره اوربند منلی دی.

ښاغلي پوتین وویل: ''درې هوکړې لاسلیک شوې، لومړی سند د سوریې د دولت او وسله والو مخالفانو ترمنځ. دویمه هوکړه د اوربند ساتلو لپاره د لازمو ګامونو اخیستو په اړه او درېیم هغه د سوریې د کړکېچ د هواري او سولې لپاره د خبرو د چمتووالي لپاره''.

په پام کې ده چې د پنجشنبې په شپه ددغه اوربند عملي کېدل پیل شي.

د روسیې له دې اعلان وروسته د سوري پوځي ویلي، د راتلونکې شپې له نیمايي وروسته به خپل ټول پوځي عملیات ودروي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود جاوش اوغلو وړاندې ویلي وو، ترکیه او روسیخ د اوربند لپاره د ملاتړي رول لوبوي.

ترکیه وايي، په دې اوربند کې د ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډله او (جبهة فتح الشام) مخکینۍ ''نصرت جبهه'' نه دي شاملې.

د روانې میاشتې لومړیو کې د سوریې دویم لوی ښار حلب کې د اوربند لپاره خبرې پیل کړې وې، چې په په کامیابېدا یې له ښاره د حکومت مخالفو جنګالیو لسګونه زره کورنۍ او ولسي وګړي ووتل.

وړاندې هم سوریه کې د ملګرو ملتونو په هڅه اوربند شوی و، چې ډېر ژر بېرته مات کړل شو.

د سوریې کړکېچ له پنځو کلونو اوښتونکی دی.

د انځور حقوق Reuters

تېره ورځ، له ترکیې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګني انقره او مسکو په سوریه کې د اوربند د هوکړې په تړاو یوې هوکړې ته رسېدلي او دا هوکړه به د سوریې حکومت ته هم وړاندې کړي.

که د اوربند دا هوکړه په بریالیتوب ترسره شي، د سوریې حکومت او مخالفان به یې د قزاقستان پلازمېنه استانه ښار کې د ترکیې او روسیې تر څارنې لاندې د سولې خبرې پيل کړي.

روسیه او ترکیه سوریه کې پر اوربند سلا شوې

امریکا او روسیې په سوریه کې پر اوربند هوکړه کړې

ورته مطالب