ترک خبریال احمد سیک د ټویټر پیغام له کبله نیول شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption احمد سیک په ترکیې کې د خبریالانو ازادی کمپاین پیاوړی پلوی دی

استانبول کې پولیسو یو مشهور څېړنیز خبریال احمد سیک پر ټولنیزو رسنیو د پیغامونو په تړاو نیولی.

ښاغلی احمد چې مخکې زندانی شوی و، له هغه لږ مخکې نیول شوی، چې لیکواله اسلي اردوګان او ژبپوه نیسمیې الفای د ترکیې یوې محکمې ته وړاندې شوې.

په جولای کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان پر ضد له ناکامې کودتا وروسته ګڼ شمېر خبریالان او لیکوال نیول شوي دي. ښاغلي احمد په یوه ټویټر پیغام کې خپل نیول کېدل تایید کړي دي. هغه لیکلي:

''زه نیول شوی یم او د څارنوال دفتر ته به وروپېژندل شم. ''

رپوټونه وايي، پر نوموړي تور لګېدلی، چې ګواکې ' ترهګریز پروپاګند 'خپروي. ۴۹ کلنه اسلي اردګان او ۷۰ کلنه نیسیمې الفای په هغو نهوو مشکوکو کسانو کې دي، چې د کردانو پلوي ورځپاڼې ' اوزګور ګیوندیم ' سره په تړاو محاکمه کېږي، چې اګست میاشت کې وتړله شوه.

ترکي چارواکو ازګیور ګیوندیم ته د کردانو کارګر ګوند پي کې کې د ویاندې ورځپاڼې په نظر کتل، چې د کردانو د لا زیات واک لپاره وسله واله جګړه کوي.

ترکیه او لوېدیځ اتحادیان یې پي کې کې ته د ترهګرې ډلې په نظر ګوري. د بیا ازادۍ پلوي سازمان پین مسوولین وايي، د جولای میاشتې له ناکامې کودتا وروسته ۱۵۰ لیکوال او خبریالان نیول شوي دي.

احمد سېک او خبریال ندیم سینیر ته له دې مخکې په ۲۰۱۱ - ۲۰۱۲ کال کې د زندان سزا ورکړل شوې وه. چارواکو د احمد پر کتاب ' د امام پوځ ' چې په کې د فتح الله ګولن ژوند او کار ته کتنه شوې وه.

د ترکیې حکومت پر ښاغلي ګولن چې امریکا کې مېشت دی تور پورې کوي، چې د جولای میاشتې کودتا هڅه یې کړې. خو دغه کتاب لومړی ځل په ۲۰۱۱ کال کې چاپ شوی و.