روسیې د امریکا بندیزونو ته د غبرګون ژمنه وکړه

د روسیې لسګونه دیپلوماتان باید تر یکشنبې ورځې واشنګټن کې د دغه هېواد سفات او سنفراسیسکو کې له کونسلګرۍ ووځي د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې لسګونه دیپلوماتان باید تر یکشنبې ورځې واشنګټن کې د دغه هېواد سفات او سنفراسیسکو کې له کونسلګرۍ ووځي

مسکو وایي؛ د امریکا بندیزونو او له خپلې خاورې د روسیې دیپلوماتانو ویستلو ته به غبرګون وښيي او واشګنټن ته به "جدي سرخوږی" جوړ کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ (دسمبر ۲۹مه) روسیه په دې تور تحریم کړه چې د امریکا ډیموکرات ګوند پر مرکزي کمېټې یې سایبری بریدونه کړي او امریکایي ډیپلوماتانو ته یې مزاحمت کړی. د ده دولت نهه حقوقي او حقیقي اشخاص له دې ډلې د روسیې دوه استخباراتي سازمانونه تحریم کړل او امر یې وکړ چې د روسیې ۳۵ "دیپلوماتان" له متحده ایالتونو ووځي.

امریکا وایي؛ د روسیې استخباراتي سازمانونو د هېلیري کلنټن سلاکارانو زرګونه ایمیلونه د ویکي لیکس افشاګرې وبیپاڼې ته ورکړل ترڅو ددغو ایمیلونو خپرېدل د روان کال ټاکنیز کمپاین کې د ډیموکراتانو نوماندې د بریالیتوب چانس اغېزمن کړي.

روسیه د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې تور بې بنسټه بولي.

+ امریکا د سایبري برید په تور ۳۵ روسي دیپلوماتان باسي

+ امریکا 'ټاکنو کې نفوذ لپاره' رسما روسیه په سایبري بریدونو تورنه کړه

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دیمیتري پسکوف پر نویو بندیزونو د کرکې ښوولو ترڅنګ هغه ناقانونه بللي دي.

هغه ژمنه وکړه چې د متقابل عمل د اصل له مخې؛ روسیه به په ورته برخو کې امریکا ته "جدي سرخوږی" جوړ کړي.

دغه ویاند په ورته وخت کې وویل؛ مسکو غچ اخستو ته بیړه نه لري.

دیمیتري پسکوف وویل: "دا پرېکړې د ولسمشر اوباما لخوا شوي، خو تر درېیو اونیو به ټرمپ د امریکا ولسمشر شي. څرګنده ده چې دا مسئله به په یوه ډول په پام کې ونیول شي."

بلخوا ډونلډ ټرمپ د یوې بیانیې په خپرولو ویلي؛ ددې وخت رارسېدلی چې امریکا ټاکنې شاته پرېږدي او لویو او ښو مسایلو ته پام واړوي.

هغه ورته وخت کې ویلي؛ د هېواد او خلکو د ګټو لپاره، راتلونکې اونۍ به د امریکا امنیتي سازمانونو له رییسانو سره وګوري ترڅو د پېښو له واقعیتونو خبر شي.

ښاغلي ټرمپ وړاندې پر روسیې د امریکا بندیزونه رغوونکي نه دي.

هغه همداراز د سپینې ماڼۍ دا دریځ ردوي چې روسیې په دقیق ډول د هېلیري کلنټن کمپاین په نښه کړ، ترڅو د ښاغلي ټرمپ بریالیتوب سره مرسته وکړي.

د سږکال ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ډونلډ ټرمپ په وار وار د ښاغلي پوتین ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه که بریالی شي روسیې سره به همکاري ډېره کړي.

ولادیمیر پوتین ښاغلی ټرمپ یو "یو وتلی او له شک پرته وړتیا لرونکی شخصیت" باله.

هېلیري کلنټن ټرمپ ته د پوتین لاسپوڅي لقب ورکړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا وایي روسیې د ډونلډ ټرمپ په ګټه د ډیموکراتانو پرضد سایبري بریدونه کړي دي

"په لوړه کچه پرېکړه"

امریکا د پنجشنبې په ورځ د روسیې فدرال امنیتي سرویس (اف اس بي) او د روسیې پوځ استخباراتي سازمان (جي آر یو) تحریم کړ. د پوځ استخباراتي سازمان رییس او درې مرستیالان یې هم تحریم شول.

درې کمپیوټري شرکتونه او ورسره یو بل سازمان چې د امریکا په ګومان د هکرانو روزلو په برخه کې فعال دی هم تحریم شوي.

په همدې اړه، د روسیې ۳۵ دیپلوماتان چې امریکا وایي استخباراتي مامورین دي باید د ۷۲ ساعتونو په اوږدو کې د متحده ایالتونو له خاورې ووځي.

همداراز به د روسیې چارواکي په نیویارک او مریلېنډ ایالتونو کې دوو ویلاوو ته د ننوتو اجازه ونه لري.

ورته وخت کې سپینې ماڼۍ د روسیې سایبري برید څرنګوالي په اړه د امریکا د فدرال پولیس ادارې یو رپوټ خپور کړی دی.

+ اوباما: پوتین ته مې د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې خبرداری ورکړی و

+ "پوتین خپله د امریکا ټاکنو کې د 'نفوذ' عملیاتو مشري کړې"

ددغه رپوټ له مخې؛ د روسیې هکرانو دوه ځلې په جلا ډول په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې "د یوه ګوند" پرضد سایبري بریدونه کړي و.

بارک اوباما چې د میلادي کال وروستیو رخصتیو لپاره هاوایي ته تللی و په یوه وینا کې وویل: "ټول امریکایان باید د روسیې له اقداماتو په کلکه اندېښنه ولري. دا ګامونه پایلې لري."

د امریکا ولسمشر وویل؛ د سایبري بریدونو پرېکړه کېدای شوای یوازې د روسیې دولت په لوړه کچه وشي - اشاره یې په دغه مسئله کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین احتمال رول ته ده.

پر روسیې نويو بندیزونو د امریکا کانګرس د غړو پراخ غبرګونه راپارولي دي.

جمهوریپال سناتورانو جان مک کین او لېنډسي ګراهام په یوه ګډه وینا کې د بارک اوباما له اقداماتو هرکلی کړی. دغه دوه محافظه کارې څېرې د ولادیمیر پوتین د سیاستونو کلک مخالفین دي.

د امریکا د استازو مجلس کې د ډیموکراتانو یوه مشر سټېني هویر هم د هغه څه پرضد چې د امریکا ټاکنو کې د امریکا بېشرمانه لاسوهنه یې بللې، د سپینې ماڼۍ د ګام هرکلی کړی.

هغه هیله ښوولې چې دغه تدابیر د روسیې پرضد د یو لړ تحریمونو لومړی ګام وي او د جمهوریپال ډونلډ ټرمپ په مشرۍ راتلونکی دولت هم مسکو ته لا ډېر بندیزونه په پام کې ونیسي.

په ګانګرس کې ځینو ډیموکراتانو غوښتي چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنو تور څېړلو لپاره یوه ځانګړی څېړنیز پلاوی جوړ شي. همداراز د امریکا ډېر شمېر وکیلان سر له اوسه وایي؛ باید لا سخت بندیزونه پر روسیې ولګول شي.

ورته مطالب