د نوي کال پر شپه ترکیه کې خونړی برید
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نوي کال پر شپه ترکیه کې خونړی برید

ترکيه کې له خلکو ډک شپني کلب باندې وسله وال بريد لږترلږه ۳۹ کسان وژلي، پوليس د وسله وال کس لټون کوي.

ترکيه کې د نوي زيږيز کال پيل خورا مرګونی و. يوه وسله وال کس د استانبول يوه کلب کې چې ګڼ شمېر خلک په کې راغونډ شوي وو، ډزې کړې، او د ۱۵ بهرنيانو په ګډون يې ۳۹ کسان وژلي دي.

بريدګر لا تر اوسه نه دی نيول شوی. له ۶۰ زيات ډېر نور چې ټپيان شوي، لا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. بريد رېنا کلب کې چې د شتمنو ترکانو او بهرنيانو په ورتګ مشهور دی، د نوي کال د هرکلي مراسمو پر مهال شوی و.

د شمېرو له مخې کلب کې د بريد پر مهال له پنځو تر شپږ سوو پورې خلک غونډ شوي وو. د استانبول والي پېښه يو ترهګر بريد ګڼلی دی.

اړونده مطالب