په بحرین کې وسلوالو له بند 'ترهګر' خوشي کړل

د انځور حقوق FRANK GARDNER
Image caption چارواکي وايي، له څلورو تر شپږو وسلوالو دا برید کړی دی.

په بحرین کې چارواکي وايي، وسلوالو پر یو بند برید کړی، یو پولیس یې وژلی او لس داسې کسان یې خوشي کړي چې په ترهګریزو پېښو کې یې لاس درلود.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې مناما جنوب ته د جاو بند شاوخوا امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

په دې پېښه کې لس پولیس ټپیان شوي.

چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ له څلورو تر شپږو وسلوالو په خپلچارو یا اتومات ټوپکو او توپانچو سره دغه برید کړی دی.

* بحرین فعاله زینب الخواجه خوشې کړې

* د بحرین د عالمانو شورا مشر ونیول شو

* بحرین هم ایران سره دیپلوماتیک اړیکي پرې کړل

د وسلوالو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د ۲۰۱۱ کال په فرورۍ کې په بحرین کې د مظاهرو له امله پراخ تاوتریخوالی رامنځ ته شو، چې تر ډېره شیعه یانو پکې برخه درلوده، خو واکمنې سني کورنۍ سخت وځپل.

پر هغه مهال لاریونوالو پلازمېنه مناما کلابند کړه او د ډېرې ولسواکۍ غوښتنه یې کوله.

د انځور حقوق .
Image caption په بحرین کې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې سختې مظاهرې وشوې او شاهي کورنۍ یې د ځپلو لپاره له عربي هېوادونو مرسته وغوښته.

امنیتي ځواکونو له هغه وروسته د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې مظاهره چیان شاتګ ته اړ کړل، چې شاهي کورنۍ د نظم راوستلو او معترضانو د ځپلو لپاره له خلیج هېوادونو سرتېري وغوښتل.

په دې پېښو کې ۳۰ ولسي وګړي او پنځه پولیس ووژل شول او تر درې زرو کسان ونیول شول. پوځي محکمو په لسګونو نور هم پر اوږدمهالي بند محکوم کړل.

مخالف فعالان وايي، د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په تاوتریخوالي کې په لسګونو کسان وژل شوي.

دغه ډول د ایران ملاتړ لرونکو وسلوالو په بریدونو کې هم یو شمېر پولیس وژل شوي دي.

اړونده مطالب