اسرائیلي پولیس له نتنیاهو د فساد په تړاو پوښتنې کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د "لیکود" ګوند د غونډو ځای کې پرې لګېدلي تورونه "بې بنسټه" وبلل.

اسرائیلي پولیسو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نه فساد کې د ښکېلتیا له کبله پوښتنې پیل کړې دي. دا موضوع د اسرائیلو رسنیو کې د سر ټکی ګرځېدلی.

اسرائیلي رسنیو ویلي، نتنیاهو ته " د ۱۳ زرو ډالرو په اررزښت سوداګرو ډالۍ ورکړې، چې له "قانون نه پوره مخالفت" ګڼل کېږي، خو د اسرائیلو لومړی وزیر دا تورونه نه مني.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د نتنیاهو د اوسېدو ځای ته د ځانګړو ځواکونو د امنیت سربېره موانع هم اېښودل شوي چې خبریالان د نوموړي په لیدو نه دي توانېدلی او نه یې هم مستنطقینو ته لاسرسی لرلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییلي مېشت ځایونو خلاف پرېکړه لیک تصویب کړ

محکمه: د نتنیاهو مېرمن په ناوړه چلند تورنه ده

نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د "لیکود" ګوند د غونډو ځای کې پرې لګېدلي تورونه "بې بنسټه" وبلل.

ده وویل، په څېړنو کې دده پرضد هېڅ دلیل نه شته.

پولیسو او د عدلیې وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر ۲۰۱۶ کال په اسرائیلو کې د کارګرو محکمې د لومړي وزیر مېرمن ساره د هغې د کور له سمبالوونکي سره په ناوړه چلند تورنه کړې ده.

د اسرائیلو تلوېزیون کې دویم چینل تېره اونۍ داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګني نتنیاهو په اسرائیلو او بهر کې له سوداګرو ډېرې قیمتي "ډالۍ" ترلاسه کړې دي.

۶۷ کلن نتنیاهو له ۱۹۹۶ کال راهیسې څلور ځلې لومړی وزیر پاتې شوی.

پر نتنیاهو لګېدلي تورونه

  • تېره میاشت له جرمني ته د اسرائیلو د نیمه پوځي توکو د اخیستو په باب پر نتنیاهو د لګول شویو تورونو په اړه یوه څېړنه پیل شوه. تور دا و چې د نتنیاهو وکیل د خبرو پرمهال د نوموړي استازیتوب کړی
  • د روان کال پیل کې، فرانسوي جلعکار ارنود میمران ادعا وکړه چې د ۲۰۰۹ کال کمپاین کې یې نتنیاهو ته سلګونه زره یورو ورکړي- چې لومړي وزیر دا تور ردی کړی
  • نتنیاهو د عامو پیسو په بډو وهلو هم تورن دی - ویل کېږي چې بریتانیا ته یې د الوتکې د یوه خصوصي خوبځي په کرایه ۱۲۷۰۰۰ ډالر لګولي دي
  • له چې دوه لسیزې وړاندې نتنیاهو لومړی وزیر شو، پولیسو پر ده او د هغه پر مېرمنې سارا د جرمونو تورونه ولګول، خو وروسته سپین وخېژول شول
  • پر دغې جوړې دا تور هم و چې له حکومتي امکاناتو او اسانتیاوو یې د هغو کسانو په ګټه کار کړی، چې د دوی لپاره یې کار کاوه؛ خو دا تورونه هم ترې پورته کړل شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب