د سوریې ادلب کې بمبارۍ '۲۵ جهادیان وژلي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption جبهة فتح الشام، چې مخکې نصرت جبهه وه، تېر کال له القاعدې شبکې د بېلوالي اعلان وکړ

سوري فعالان وايي، د سوریې شمالي ادلب ولایت کې د فتح الشام جبهې د جنګیالیو له خوا پر یوې کارېدونکې ودانۍ بمبارۍ کې لږترلږه ۲۵ کسان وژلش وي دي.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، په دې هوايي برید کې سخت دریځي په نخښه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په وژل شویو کې د فتح الشام ډلې مشران هم دي، خو نومونه یې نه دي په ډاګه شوي.

فتح الشام جبهې ویلي، برید د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف جنګي الوتکو کړی.

د منځني ختيځ لپاره د بي بي سي اډیټر سباستیان اوشر وايي، دا برید په سوریه کې څو ورځې وړاندې د اوربند ماتولو لپاره یو لوی ګوزار دی.

پوتین: سوریې له مخالفانو سره اوربند منلی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سوریه کې اوربند

د حلب له ختیځه وتل؛ 'سیمې ته بسونه ننوتلي'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د حلب کډوال، حکومت وايي د دغه ښار له نيمايي ډېره برخه يې نيولې

روسیه او ترکیه وايي، فتح الشام جبهه، چې وړاندې د 'نصرت جبهې' په نامه یادېده، د اوربند هوکړه کې نه دا شامله، ځکه چې نړیوالې ټولنې یوه 'ترهګره' ډله بللې ده.

اوشر زیاتوي، د سوري نظام ډېری وسله والې مخالفې ډلې له فتح الشام سره ټینګ اړیکي لري، ځکه نو د اوربند له هوکړې ددغې ډلې ایستلو ته چمتو نه دي.

دی زیاتوي، په ادلب کې، چې د د ختیځ حلب له سقوط وروسته د مخالفو وسله والو تر ټولو ټینګ سنګر ګڼل کېږي، شاید د مخالفو ډلو ترمنځ توپیر ګران کار وي.

په پام کې ده چې د قراقستان پلازمېنه استانه کې د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره د سولې خبرې وشي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جهادي ډلې وايي، د سوریې حکومت شوی اوربند څو ځلې ماتی کړی

تر ۱۰ ډېرو مخالفو ډلو ویلي، د سوریې حکومت ''څو ځلې شوی اوربند مات کړی دی.''

ترکیې او روسیې د تېرې پنجشنبې په ورځ د اوربند رسېدو لپاره منځګړيتوب وکړ، چې تر اوسه هلته اوربند عملي و.

روسیه: د سوریې پوځ په حلب کې پوځي عملیات درولي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سوريه کې حکومت پلوي ځواکونه داوه کوي چې حلب کې یې يوه مهمه سيمه نيولې

اړونده مطالب

ورته مطالب