اسراییل کې یو سرتېری د یوه فلسطیني پر وژنې مجرم ګڼل شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption د الور کورنۍ وايي، محکمې هغه ثبوتونه رد کړي، چې نوموړی بې ګناه ثابتوي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نتنیتاهو د هغه سرتېري لپاره د بښنې غوښتنه کړې، چې د یوه ټپي فلسطیني پر وژنه مجرم بلل شوی.

له دې مخکې د اسراییلو پوځې محکمې د دغه هېواد یو سرتېری د یوه بې وسلې او ټپي فلسطیني بریدګر پر وژنې محکوم کړ.

پر ۲۰ کلن پوځي الور ازاریه تور و چې د زنکندن پر مهال یې ۲۱ کلن فلسطینی عبدالفتح الشریف هغه مهال پر سر په مرمۍ ویشتلی، چې هغه پر سړک پروت و او خوځېدای نه شوای.

دغه پېښه چې ویډیو یې هم خپره شوې وه د اردن لوېدیځ الخلیل هېبرون کلي کې د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې را منځ ته شوې وه.

د منصفه پلاوي په خبره، الورا د غچ اخیستنې احساس له کبله پر عبدالفتح الشریف ډزې کړې.

تل ابیب کې د بي بي سي خبریال وايي، د دې پېښه په اړه اسراییلو کې د خلکو تر منځ د نظرونو سخت اختلاف دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption فلسطیني مشرانو د نوموړي پوځي د محاکمې غوښتنه کړې

دا وروستیو کې نه یوازې دا چې یو شمېر اسراییلیانو د دې پوځي په پلوۍ لاریونونه کړي، بلکې یو شمېر مهمو سیاستوالو د نوموړي په پلوي څرګندونې هم کړې.

ښاغلي نتنیاهو دغه غوښتنه د فېسبوک له لارې کړې:

''زه الور ازاریا ته د بښنې ورکولو پلوي یم

ټرمپ: د فلسطین او اسراییل تر منځ سوله به ستره لاسته راوړنه وي

ډونالډ ټرمپ اسراییلو ته ویلي، چې 'غښتلي پاتې شي' ''

خو له پېښې سملاسي وروسته لوړپوړو اسراییلي پوځي افسرانو ویلي و، چې د دغه پوځي کړنه د اسراییلي پوځ (د اسراییلي دفاعي ځواک) د ارزښتونو څرګندونه نه کوي.

د تېر کال مارچ پر ۲۱ عبدالفتح الشریف او یوه بل ملګري یې رمزي القصراوي پر یوه اسراییلي پوځي د چاقو برید وکړ او هغه یې ټپي کړ.

له هغه وروسته د پېښې په ځای کې یوه بل اسراییلي پوځي پر بریدګرو ډزې وکړې، چې پایله کې یې شریف ټپي شوی و او رمزي هماغه ګړۍ ساه ورکړه.

له پېښې ورورسته یوه فلسطیني ویډیويي کلیپ واخیست، چې شریف په کې ژوندی لیدل کېږي.

هغه ویډیو د بشري حقونو د اسراییلي فعالانو یوه سازمان خپره کړه.

ویډیو کې لیدل کېږي، چې څو متره لرې ولاړ یو اسراییلي پوځي، چې وروسته د جګړن ازاریه په نامه وپېژندل شو، خپل ټوپک له مرمیو ډکوي، پر ټپي شریف ډزې کوي، چې له کبله یې نوموړی وژل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي نتنیاهو خپله غوښتنه د فېسبوک له لارې کړې

د منصفه پلاوي دریځ دا و، چې کله ترهګر په ټپي حالت کې پر ځمکه پروت و او د جګړن ازاریه یا بل کوم اسراییلي پوځي لپاره د خطر لامل نه و، هغه مهال پر نوموړي له ډزې کولو سره جګړن ازاریه پوځي اصول تر پښو لاندې کړي او داسې څه یې کړي، چې هېڅ توجیه نه لري.

د چهارشنبې پر ورځ د پرېکړې پر مهال دریو پوځي قاضیانو د جګړن ازاریه هغه دلیل رد کړ، چې وايي شریف یې له دې کبله په ډزو وویشت، چې فکر یې کاوه خطرناک دی.

د قاضیانو په خبره دوی د جګړن ازاریه هغه څرګندونې هم په پام کې نیولې وې، چې له پېښې وروسته یې خپلو افسرانو ته ویلي و، چې شریف یې خطر باله او له همدې کبله یې پرې ډزې کړې.