'له لېرې کړل شوو خوراکي توکو، سم خواړه جوړوو'
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'له لېرې کړل شوو خوراکي توکو، سم خواړه جوړوو'

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د هغو خوړو دریمه برخه چې د انسانانو لپاره تیارېږي غورځول کېږي.

دا له دې سره سره چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان هره ورځ په لوږه تېروي.

په بریتانیا کې یوه مرستندویه اداره له لویو خوراکي مغازو پاتې شوي خواړه اخلي او بې کورو او هغو کسانو ته ډوډۍ ترې تیاروي چې څوک یې نه لري.