فلوریډا هوايي ډګر کې ټوپکوال پنځه کسان په ډزو وژلي

د انځور حقوق .
Image caption .

د امریکا متحدو ایالتونو فلوریډا ایالت په فورټ لوډیرډال هوايي کې ډ ډزو یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي پېښه دویم ټرمینل کې د مساپرو سامان تر لاسه کولو په ځای کې رامنځته شوې ده.

ځايي پولیسو ویلي، 'پنځه کسان پېښه کې وژل شوي دي او یو کس نیول شوی دی '

د انځور حقوق CBS
Image caption د ټرمینل له پاکولو مخکې پولیسو سلګونه کسان یوې څنډې ته ایسار وساتل

بروارد کاونټي ښاروالې باربرا شاریف ځايي رسنیو ته ویلي، پېښه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي، چې په خبره یې ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

عیني شاهدانو ایم ایس این بي سي خبري شبکې ته ویلي، چې بریدګر ټوپکوال یو ' دنګ نری ' سړی و. د جان شلایچر په خبره بریدګر خبرې نه دي کړې او هغه مهال د پولیسو په ډزو ووژل شو، چې غوښتل یې خپل ټوپک بېرته ډک کړي.

د پېښې ځای ته د پولیسو لسګونه ګاډي ورغلي وو او په شاوخوا کې یې سلګونه ولاړ خلک لیدل شوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د پېښې ټپیان ځايي روغتون ته لېږدول شوي

د فلوریډا سناتور بیل نېلسن امریکايي رسنیو ته ویلي، چې بریدګر د اایستیبان سانتیاګو په نامه پېژندل شوی دی، خو امنیتي ادارو دغه خبر نه دی تایید کړی.

لومړی ځل د ډزو له رپوټونو نژدې دوه ساعته وروسته ولیدل شو، چې یو لاس تړلی سړي پولیسو له هوايي ډګره ولېږداوه.

ویل کېږي پولیسو ته له ځايي وخت سره سم یوه بجه د پېښې په اړه ویل شوي وو.

د پېښې لومړنی رپوټونو کې د سپینې ماڼۍ د رسنیو پخواني سکرتر اري فلیشر ټویټر پیغام شامل و، چې وايي:

زه ایف ټي لاوډیرډال هوايي ډګر کې یم، دلته ډزې شوې، ټول خلک منډې وهي.