بنګله دېش کې د طلاق غوښتنه تر ډېره د ښځو لخوا کېږي

Image caption ونیسف اداره وايي، بنګله دېش کې له نیم ډېرې مېرمنې له اتلس کلنۍ مخکې واده کېږي

د بنګله دېش محافظه کاره ټولنه کې طلاق ورکړې ته په ښه نظر نه کتل کېږي.

خو دا وروستیو کلونو کې د دغه هېواد پلازمېنه ډاکه کې د ښځو له لوري د طلاق اخیستو لپاره د عریضو شمېر ډېر شوی دی.

د طلاق اخیستو لپاره د ورکړل شویو غوښتنلیکونو ۷۲ سلنه ښځو ورکړي دي او دغه لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې روانه ده.

د سړو له لوري د طلاق ورکړې پرتله د ښځو له لوري د طلاق غوښتو شمېر ولې ډېر دی؟ د بي بي سي بنګالي سروس شهناز پروین ورته په خپل دغه رپوټ کې کتنه کړې.

د ډاکې څنډو په ښوونځي کې عایشه پروین د خپل ښوونځي د زده کونکو فعالیتونه په غور ګوري، چې ډېری یې نجونې دي.

د عایشې لپاره، چې عمر یې له څلوېښتو اوښتی د هغې په وینا ژوند په زړه پورې دی.

هغه دنده لري، کور لري او لور یې په ښوونځي کې ښه فعاله ده، خو له دې مخکې د عایشې ژوند له یوه داسې مېړه سره خورا تریخ و، چې وهله ډبوله یې او نژدې لس کاله مخکې یې له ډېر فزیکي او ذهني ځور وروسته ګډ ژوند پای ته ورسېد.

نوموړې وايي:

' ۱۹۸۸ کې مو واده وشو او له واده ایله دوې میاشتې وروسته ستونزې پیل شوې. هغه شرابي و او خورا ډېره نشه یې کوله، زه یې وهلم ډبولم، له طلاق مخکې مې ډېره موده انتظار وکړ، چې حالت به ښه شي، خو داسې څه و نه شول، بلکې دا ښايي یوازې زما ارمان و. '

بنګله دېش کې د احصایې مرکز وايي، له هرو پنځو واده شویو بنګالیو مېرمنو نه څلور یې د ميړونو له لوري له زور زیاتي سره مخامخ دي.

Image caption د عایشې پرېکړه د هغې مور اوړ پلار له سخت مخالفت سره مخامخ شوه.

له دغسې حالته د تېښتې لپاره د عایشې پرېکړه د هغې مور او پلار له سخت مخالفت سره مخامخ شوه.

هغه وايي، مور پلار مې ټینګار کاوه، چې 'باید د خپلې کورنۍ یو ځای ساتلو لپاره د میړه زور زیاتي وزغممم.

هغوی راته ویل، چې داسې بې شمېرې ښځې شته، چې د مېړونو زور زیاتی زغمي. دوی تر دونیمو کلونو پورې له ما سره خبرې نه کولې، خو نوموړې وايي اوس هم د طلاق اخیستو پرېکړه ورته د پېشمانۍ لامل نه ده.

بنګله دېش کې چارواکي وايي، ۲۰۱۵ کال له هرو لسو طلاقونو نه د اوو غوښتنه مېرمنو کړې وه.

بل لور ته د ملګرو ملتونو یونیسف اداره وايي، بنګله دېش کې له نیم ډېرې مېرمنې له اتلس کلنۍ مخکې واده کېږي.

خو ویل کېږي هغسې چې مېرمنو کې د عامه پوهاوي کچه لوړیږي او یا له اقتصادي پلوه پر پښو دریږي، په داسې کورونو کې ژوند ته زړه نه ښه کوي، چې ورسره په کې زور زیاتی کېږي.