هاشمي رفسنجاني؛ د ایران اسلامي جمهوریت د رازونو څښتن

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رفسنجاني په ایران کې د اسلامي انقلاب په لومړۍ لسیزې او دویمې لسیزې په نیمایي کې د ایران تر مذهبي مشر وروسته ترټولو ډېر نفوذ لرونکی سیاستوال و

اکبر هاشمي بهرماني مشهور په "رفسنجاني" د ۱۳۱۳ لمریز کال د سنبلې/تلې په درېیمه د ایران په کرمان کې د رفسنجان په ولسوالۍ کې وزېږېد او د ۸۲ کلونو په عمر پرون د ۱۳۹۵ کال د جدي/مرغومي په ۱۹مه ومړ.

رفسنجاني په ایران کې د اسلامي انقلاب په لومړۍ لسیزې او دویمې لسیزې په نیمایي کې د ایران مذهبي مشر ایت الله خمیني وروسته ترټولو ډېر نفوذ لرونکی سیاستوال پېژندل کېده او ورپسې کلونو کې هم دده او د همغه مهال د رهبر ترمنځ زیاتېدونکي اختلاف سره سره لا هم ایران کې د سیاسي ډګر یو له اغېز لرونکو او ټاکونکو شخصیتونو و.

اکبر هاشمي رفسنجاني تر انقلاب وړاندې او د قم په علمي حوزه کې د تحصیل پرمهال د علي خامنه ای له نژدیو ملګرو او د ایت روح الله خمیني له شاګردانو و. د ۱۳۴۰ کال په لومړیو کې د ایران پهلوي حکومت سره د ایت الله خمیني د مبارزې له پیلېدو سره، هاشمي رفسنجاني د هغه د نظرونو په ملاتړ په سیاسي فعالیت پیل وکړ او د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب پورې د دولت ضد فعالیتونو له امله اووه ځله زنداني شو.

هغه په ۱۳۳۷ کال کې له عفت مرعشي سره واده وکړ چې له هغې د فاطمه او فائزه په نوم دوه لوڼې او د محسن، مهدي او یاسر په نوم درې زامن لري.

رفسنجاني په ۱۳۵۶ کلونو کې د "مبارزې روحانیت ټولنې" له بنسټګرو و چې د انقلاب تر بریالیتوب وروسته د ایران روحانیونو ترټولو اغېزناک سیاسي جوړښت باندې بدل شو او تر مرګه یې ددې ټولنې غړیتوب درلود. هغه د انقلاب بریالیتوب په درشل کې د ایت الله خمیني لخوا د "انقلاب شورا" غړی وټاکل شو او ۱۳۵۹ کال کې ددې شورا تر ړنګېدو پورې د هغې له اغېزناکو غړو و. د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب وروسته، همداراز د "جمهوري اسلامي ګوند" جوړولو کې چې د حکومت ترټولو پیاوړی ملاتړی سیاسي ګوند و، رول درلود او ۱۳۶۶ کال کې ددې ګوند ړنګېدو پورې پکې له برخلیک ټاکونکو غړو و.

اکبر هاشمي رفسنجاني په ۱۳۵۹ کال کې د لومړني "اسلامي شورا مجلس" په جوړېدو د هغه رییس وټاکل شو او په دویمې او د درېیمې دورې یوې برخې کې (ترڅو چې ولسمشرۍ ته کاندید شو) پر همدې څوکۍ پاتې شو.

هغه له ۱۳۶۰ کال نه د ایران او عراق جګړې پایته رسېدو پورې (او تر هغې وروسته د ایت الله خمیني مړ کېدو پورې) د "دفاع عالي شورا" کې د ایران مذهبي مشر استازی و چې ۱۳۶۸ کال کې د ملي امنیت عالي شورا تر جوړېدو پورې په پوځي مسایلو کې د پرېکړې کولو ترټولو عالي شورا ګڼل کېده.

هاشمي رفسنجاني د ۱۳۶۷ کال په جوزا/غبرګولي کې د وخت د مشر لخوا د "ټولو ځواکونو قومندان ځایناستی" وټاکل شو چې پر دې څوکۍ د پوځ او لښکر لوړپوړو قومندانانو په مستقیم ډول د هغه تر نظر لاندې فعالیت کاوه. پر دې څوکۍ تر ټاکل کېدو یوه نیمه میاشت وروسته یې د وخت رهبر قانع کړ چې د امنیت شورا ۵۹۸ پرېکړه لیک ومني چې د ایران او عراق اته کلنه جګړه یې پایته ورسوله.

هغه د ۱۳۶۸ کال په جوزا/غبرګولي کې د ایت الله خمیني تر مړینې وروسته د خبرګانو رهبرۍ مجلس په ناسته کې، د ځایناستي په مشر توګه د علي خامنه ای په ټاکنه کې اصلي رول ولوبوه.

د انځور حقوق Getty Images

هغه د ۱۳۶۸ کال په ټاکنو کې ولسمشر شو او ورپسې د وخت د رهبر لخوا د نظام مصلحت تشخیص مجمع رییس وټاکل شو (دا مجمع په ۱۳۶۶ کال کې د ایت الله خمیني په حکم جوړه شوه او لومړنی رییس یې د وخت ولسمشر علي خامنه اي و). هاشمي رفسنجاني له ټولو اختلافاتو سره سره چې په ورپسې کلونو کې یې له ایت الله خامنه ای سره پیدا کړل، تر خپلې مړینې پورې د دې مجمع مشري پرغاړه لرله.

هغه د خپلې ولسمشرۍ پرمهال د ایران او عراق تر جګړې وروسته د ایران د اقتصاد رغول د خپل دولت له لومړیتوبونو اعلان کړل. اکبر هاشمي رفسنجاني په ۱۳۷۲ کال کې د دویم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو.

هغه د خپلې اته کلنې ولسمشرۍ پرمهال د ایران اقتصاد د "ازادولو" او د دولت نقش کمولو پر لور رهبري کړ. په دې دوره کې، د ایران اقتصادي وده او له نړیوالې ټولنې سره اقتصادي تبادلات د پام وړ زیاتوالی وموند، خو ورته وخت کې د انفلاسیون کچه دومره لوړه شوه چې تر هغې مهاله یې په ایران کې بېسارې وه.

په دغو اتو کلونو کې د ایران فرهنګي فضا په تدریجي ډول خلاصه شوه او د ټولنیزو رسنیو پر ازادیو د حکومت فشار د ایت الله خمیني دورې په پرتله کم شو. سره له دې، په همدې دوره کې د ایران سیاسي فضا څه ناڅه تړلې پاتې شوه او د حکومت مخالفان او منتقدان، لا هم تر سخت امنیتي فشار لاندې وو.

د اکبر هاشمي رفسنجاني د ولسمشرۍ پرمهال د ایران استخباراتو لسګونه کسان چې "امنیتي ګواښونه" یې بلل او له دې ډلې ډېر سیاسي مخالفین او منتقدان په کور دننه او له ایرانه بهر ترور کړل. ددغو وژنو په لړ کې یو چې په ۱۳۷۱ کې ترسره شو، د ایران کردستان ګوند لومړي منشي او د هغه د ملګرو ترور و چې په برلین کې د میکونوس په رستورانت کې ووژل شول.

د المان محکمې چې دا قضیه یې څېړله په ۱۳۷۶ کال کې حکم وکړ چې په یوه برخه کې يې سید علي خامنه ای، اکبر هاشمي رفسنجاني، علي فلاحیان (د وخت استخباراتو مشر) او علي اکبر ولایتي (د وخت بهرنیو چارو وزیر) مجرم وپېژندل شو. ددغه حکم صادرېدل د تهران او برلین په اړیکو کې ژور بحران رامنځته کړ او ورپسې المان او د اروپایي ټولنې نورو هېوادونو له ایران نه خپل سفیران وروبلل.

د انځور حقوق Getty Images

د ۱۳۸۸ کال ولسمشریزو ټاکنو کې، اکبر هاشمي رفسنجاني د میرحسین موسوي په ملاتړ راپورته شو او په مقابل کې احمدي نژاد او ملاتړو یې د خپلو ټاکنیزو تبلیغاتو مهمه برخه د هاشمي رفسنجاني ولسمشرۍ پرمهال د هغه پر سیاسي او اقتصادي کارنامو بریدونو ته ځانګړې کړه.

که څه هم د ۱۳۸۸ کال ټاکنې د محمود احمدي نژاد په بریالیتوب پایته ورسېدې، خو میر حسین موسوي او مهدي کروبي وویل؛ دا بریالیتوب له ټاکنیزو درغلیو سره لاسته راغلی. وروسته، معترضانو د ټاکنو پر پایلو اعتراضونه وکړل چې د ایت الله خامنه ای او انتظامي او امنیتي ځواکونو توند غبرګون یې راوپاروه.

رفسنجاني په دې مهال، په خپل جلا، جلا څرګندونو کې د ټاکنو د پایلو او له معترضانو سره د چلن پر څرنګوالي نیوکې وکړې چې ترټولو مهم یې تر ټاکنو یوه میاشت وروسته په تهران کې د جمعې لمانځه پرمهال د هغه وینا وه. تر هغې وینا وروسته، اکبر هاشمي رفسنجاني چې له ۱۳۶۰ کال راهیسې د پلازمېنې د جمعې امام و، د عمر تر پایه د تهران جمعې لمانځه له امامت نه محروم شو.

تر ټاکنو وروسته د رفسنجاني دریځونو په ټوله کې، د ایت الله خامنه ای لخوا پر ټاکل شویو کسانو د بېسارې بریدونو لامل شول او ان دوه اولادونه یې فائزه او مهدي هاشمي په بېلابېلو تورونو لکه "تر ټاکنو وروسته اړدوړ" کې د لاس لرلو په تور زنداني شول.

پر رفسنجاني د فشارونو ډېرېدو سره هغه په ۱۳۸۹ کال کې د رهبرۍ خبرګانو مجلس ریاست ته په کورنیو ټاکنو کې له کاندیدېدو تېر شو او سره له دې چې د عمر تر پایه یې ددې مجلس غړیتوب درلود، نور ونه توانېده دغه مقام ته ورسېږي.

د هاشمي رفسنجاني او د ایران مذهبي مشر تر نظر لاندې بنسټونو ترمنځ کړکېچ دومره ډېر شو چې په ۱۳۹۲ کال کې ساتونکې شورا (شورای نګهبان) ولسمشرۍ ته د هغه کاندیدېدو صلاحیت رد کړ. هغه د صلاحیت تر ردېدو وروسته د حسن روحاني په ملاتړ راپورته شو چې د همدغه کال په جوزا/غبرګولي کې ولسمشر وټاکل شو.

د انځور حقوق Getty Images

د روحاني تر ولسمشر کېدو وروسته، هاشمي رفسنجاني ته نژدې څېرې په بېلابېلو دولتي څوکیو له دې ډلې وزارتونو ته ورسېدل او دې سره د ایران په سیاسي برخه کې د هغه نفوذ په نسبي ډول ډېر شو.

هغه په ۱۳۹۴ کال کې د رهبرۍ خبرګانو مجلس ټاکنو کې او په داسې شرایطو کې چې ساتونکې شورا د دولت ملاتړو ډېرو نوماندانو صلاحیت رد کړی و، له تهران نه کاندید شو او د پلازمېنې لومړني استازي په توګه یې رایه ورکړه. دا په داسې حال کې وه چې د هغه درېیو رقیبانو له ډلې یعنې د ساتونکې شورا منشي احمد جنتي، د وخت د خبرګانو مجلس رییس محمد یزدي او د اصولګرایانو توندلاري تیوریسن محمد تقي مصباح یزدي، لومړنی یې د پلازمېنې وروستي استازي په توګه د خبرګانو مجلس ته لاړ او دوه نور بریالي نه شول. احمد جنتي وروسته د ایت الله خمیني په ملاتړ د خبرګانو مجلس په کورنیو ټاکنو کې ددې مجلس رییس شو.

اکبر هاشمي رفسنجاني تر خپلې مړینې پورې د حسن روحاني دولت او د هغه د سیاستونو له سختو ملاتړو و، په ځانګړې توګه د اټومي پروګرام او له لویدیځ سره د کړکېچ کمولو په برخه کې. دغه سیاستوال همداراز د خپل عمر تر پایه، ایت الله خامنه ای ته د نژدیو اصولګرایانو تر پرلپسې سیاسي بریدونو لاندې و او خپله مشر په بېلابېلو مواردو کې په غیر مستقیم ډول د هغه نظرونه ته ځوابونه وویل.

دا ټول په داسې حال کې و چې اکبر هاشمي رفسنجاني او علي خانه ای، سره له ټولو اختلافاتو، تل یې خپلې حد اقل ظاهري اړیکې ساتلې او په رسمي حکومتي محفلونو کې یې د دوستان اړیکو څرګندونه کوله.

هاشمي رفسنجاني د یکشنبې په ورځ (مرغومي ۱۹مه) د ایران سیاست کې د څلور لسیزې ټاکونکي حضور وروسته د ۸۲ کلونو په عمر ومړ. د هغه د سیاسي فعالیتونو په اړه، بېلابېلې ارزونې شته. خو احتمالا ډېر موافقان او مخالفان یې پردې سره یو خوله دي چې هغه د ایران له ټاکونکو سیاستوالو او د ایران اسلامي جمهوریت له تاسیس راهیسې تراوسه د اسرارو صندوق و.

اړونده مطالب

ورته مطالب