د موټرجوړونې فیاټ کرایسلر شرکت امریکا کې نوې پانګونه کوي

  • 9 جنوري 2017 - 20 مرغومی 1395
د انځور حقوق Getty Images

د فیاټ کرایسلر (Fiat Chrysler) په نامه اېټالوي - امریکايي د موټر جوړولو کمپنۍ وايي په امریکا متحدو ایالتونو کې د موټر جوړونې په نوې څانګه ميليارډونه ډالره پانګونه کوي چې دوه زره نوې دندې به هم رامنځته کړي.

په ميشيګن او اوهايو کې اوسني کارځايونه به هم درې نوي جيپ ماډل موټرونه توليد کړي.

ټاکل شوې چې په وارن میشیګان د دوی څانګه به هغه پيکپ موټرونه چې اوس په مکسيکو کې توليديږي هم له دغه ځایه بازار ته وباسي.

ددغه شرکت د تولیداتو په اړه وروسته تر هغه ګډوډۍ راغله، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ مکسیکو ته د شرکت د پروزو جوړوونکو څانګو پر لېږد نیوکه وکړه او د لانورو ګمرکي محصولاتو د وضع کولو ګواښ یې وکړ.

فورډ شرکت ۲۰۲۱ کې بې ډرېوره ګاډی بازار ته وړاندې کوي

خو بي اېم ډبلیو شرکت بي بي سي ته وویل، له خپل پلان سره مطابق به مخته ځي، او مکسیکو کې به خپله نوې څانګه پرانیزي.

د جرمني یوه لوی موټرجوړوونکي شرکت د مکسیکو په سن لویس ایالت کې پر خپلې نوې څانګې نژدې یو میلیارد ډالر لګولي، چې په شمالي امریکا کې خپل Series 3 ډوله موټر ډېر کړي.

د بي اېم ډبلیو شرکت د خرڅلاو او بازار موندنې د برخې مشر لان رابرټسن بي بي سي ته وویل، شرکت د خپلې څانګې جوړولو ته ژمن دی.

دی وايي، شرکت به یې د امریکا ساوت کارولینا ایالت کې هم ورته پانګونه وکړي او دا به د امریکا د ننه د موټر صادرولو تر ټولو لوی شرکت وي.

ټرمپ د موټرجوړونې شرکتونو ته خبرداری ورکړی که شرکت مکسیکو کې موټر جوړ کړي او امریکا کې یې خرڅوي، نو (سرحدي مالیې) به پرې ولګوله شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ د موټرجوړونې شرکتونو ته خبرداری ورکړی که شرکت مکسیکو کې موټر جوړ کړي او امریکا کې یې خرڅوي، نو (سرحدي مالیې) به پرې ولګوله شي.

تېره اونۍ د موټرجوړونې فورډ شرکت مکسیکو کې د موټرجوړونې د څانګې جوړول لغوه کړل، چې په پام کې وه ۱٫۶ میلیارد ډالر پرې ولګول شي او پرځای یې میشیګن ایالت کې د خپلو فعالیتونو ډېرولو هوډ وکړ.

د فورډ شرکت مشر مارک فیلډرز وویل، دا پرېکړه د کوچنیو موټرو د لږ خرڅلاو له مسلې سره تړلې ده.