پر کلیسا برید کونکی امریکایی په اعدام محکوم شوی

  • 10 جنوري 2017 - 21 مرغومی 1395
د انځور حقوق AP
Image caption .

هغه توکمپال سپین پوټکی ځوان د اعدام پر سزا محکوم شوی، چې د متحدو ایالتونو کارولینا ایالت په یوه کلېسا کې یې د نژاد پالنې جذبې له مخې نهه تور پوټکي وژلي وو.

تېره میاشت پر دایلان رووف د فدرالي محکمې لخوا د کرکې جرم په شمول رسماً ۳۳ تورونه ولګېدل.

هغه ۲۰۱۵ کال کې په یوه ځايي کلیسا کې ډزې کړې وې او نهه کسان یې وژلي وو.

نوموړی پر خپل جرم پښېمانه نه و او منصفه پلاوي ته یې ویلي و:

'' داسې احساس مې کاوه، چې باید همداسې مې کړي وای او اوس هم داسې احساس کوم، چې باید همداسې مې کړي وای. ''

امریکا کې پر کلیسا مشکوک بریدګر ونیول شو

د فلوريډا بريدګر ښايي په اعدام سزا محکوم شي

منصفه پلاوي پرېکړې ته له رسېدو مخکې درې ساعته بحث وکړ. د هغو کسانو وژل کېدو له کبله متحدو ایالتونو کې د نژادي اړیکو او د کنفدراسیون بیرغ رپېدو پر سر تاوده بحثونه راپورته شوي وو.

رووف پولیسو ته ویلي و، غوښتل یې یوه نژداي جګړه پیل کړي او په داسې حال کې تصویرونه اخیستي و، چې د جګړې بيرغ یې په لاس کې و.

دغه ډول بیرغ ته ډېر د کرکې سمبول په سترګه ګوري.

د دغه بیرغ شالید د کالفورنیا له ودانۍ د دغه بیرغ لرې کولو ته رسېږي، چې تر پنځوسو کلونو پر دغه ودانۍ رپېده.

قاضي به د چهارشنبې پر ګهیځ د نوموړي سزا په رسمي توګه اعلان کړي.

کله چې د نوموړې سزا اعلان شوه، ۲۲ کلن قاتل ودرېد او د نوي مدافع وکیل او له سره د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

په کلیسا کې د وژل شویو کسانو له شلو ډېرو خپلوانو د نوموړي د محکومیت پړاو کې پر هغه شاهدي وویله، چې د نوموړي د جرم له کبله څنګه د دوی ژوند اغېزمن شوي و. خو له دوی نه یوه هم له منصفه پلاوي د اعدام سزا ته د ستنېدو غوښتنه و نه کړه.

اړونده مطالب