محکمه: سویسي مسلمانې نجونې باید له هلکانو سره لامبو زده کړي

  • 11 جنوري 2017 - 22 مرغومی 1395
د انځور حقوق Inpho
Image caption محکمې په یوه خبرپاڼه کې منلې ده، چې له هلکانو سره د ګډې لامبو له درسونو نه د دغو نجونو محرومېدل د دوی دیني ازادۍ ته زیان رسولی.

د اروپا د بشري حقونو یوې محکمې مسلمان پلرونه او میندې اړایستلي چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته له هلکانو سره یوځای لامبو زده کولو ته واستوي.

محکمې ویلي، د سویټزرلنډ چارواکي غواړي ښوونځیو کې لامبو زده کول لازمي وګرځي.

اروپايي محکمې منلې چې دا پرېکړه په دیني ازادیو کې مداخله ده، خو قاضیانو ویلي، باید دا کار د "تېري" تر حده ونه رسېږي.

دا قضیه دوو ترکي الاصله سیوټزرلنډي وګړو په محکمه کې وروسته تر هغه راپورته کړه چې د بازل ښار ښوونځي ته یې د الزامي لامبو زده کولو لپاره د خپلو لوڼو له استولو انکار وکړ.

مسلمانه استرالیایۍ د بورکیني له کبله له سمندرغاړې وشړل شوه

د فرانسې محکمې پر بورکیني لګیدلی بندیز لغو کړ

خو د سویټزرلنډ د پوهنې وزارت چارواکو وویل، له دې زده کړو یوازې هغه نجونې معاف کېدای شي چې د بلوغ عمر ته رسېدلې وي، حال دا چې دغه نجونې دغه سن ته نه دي رسېدلې.

په ۲۰۱۰ کال، له اوږدې شخړې وروسته، د نجونو میندې او پلرونه له دې کبله د ۱۴۰۰ سویسي فرانکه جریمې ورکولو ته اړایستل شول، چې ګني "د پلار دنده یې سم ته نه وه رسولې. "

د نجونو پلرونه پر دې اند دي چې دا معامله د اروپايي د بشري حقونو د هوکړې له نهمې مادې سره په ټکر کې ده، چې د فکر، دین او وجدان ازادي پکې راغلې ده.

محکمې په یوه خبرپاڼه کې منلې ده، چې له هلکانو سره د ګډې لامبو له درسونو نه د دغو نجونو محرومېدل د دوی دیني ازادۍ ته زیان رسولی.

خو وايي، د سویټرزلنډ قانون هدف دا دی چې "بهرني زده کوونکي په هر ډول چې وي له ټولنیزې انزوا یا شړنې" راوګرځوول شي او دغه هېواد د خپل تعلیمي سیستم پرېکړو کې د خپلو اړتیاوو او ځانګړو دودونو له اړخه خپلواک دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption قاضیانو ویلي، د محکمې پرېکړه باید تر هغه حده ونه رسېږي چې پر دیني ازادیو تېری وشي

د محکمې ویناپاڼه کې دا هم راغلي، چې ښوونځي په ټولنیز یووالي کې مهم رول لوبوي او له ځینو درسونو د زده کوونکو بې برخې کول په "ډېرو کمو حالاتو کې استنثا ګرځېدلی شي. "

فرانسه کې د "بورکینې بندیز" په تړاو راپارېدلي بحثونه

محکمه وايي: "د دې مسلې د حل لپاره پلرونو ته ډېر نرم وړاندیزونه شوي چې خپلو لوڼو ته د لامبو په دودیزو اسلامي جامو کې چې په (بورکیني) مشهورې دي د لامبو زده کولو درسونو کې د ګډون اجازه ورکړي او بل دا چې په هغو خونو کې خپلې جامې بدلې کړي چې هلکان پکې نه شته".

کابل کې د ښځو لپاره د لامبو ځای

ورته مطالب