اوباما د خدای پامانۍ وینا کې د اسامه وژل لاسته راوړنه وبلله
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوباما د خدای پامانۍ وینا کې د اسامه وژل لاسته راوړنه وبلله

  • 11 جنوري 2017 - 22 مرغومی 1395

ولسمشر اوباما په خپلو خبرو کې پر لاسته راوړنو وغږېد خو د خپل هېواد د ډېموکراسۍ حالت په اړه یو څه اندېښمن ښکارېده

نوموړي وویل که اته کاله مخکې مې تاسې ته وېلې وای چې امریکا به ستر اقتصادي کړکیچ نه خلاصېږي، د ګاډو صنعت به بیا راژوندی کوو، زموږ تاریخ کې به تر ټولو ډېرو دندورامنځ ته کولو زمینه برابروو، که مې وېلي وای چې کیوبا سره به د اړیکو نوی پړاو پېلوو، له یوې ډزې پرته به د ایران د اټومي وسلو پروګرام بندوو او د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د نهمې د برید اصلي طراح به له منځه وړو نو تاسو به وېلي وای چې زموږ لرلید لږ څه لوړ دی.