یونان کې د کډوالو دوو کمپونو حال
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بي بي سي په یونان کې د کډوالو دوو کمپونو ته لاړه

د اروپا په ختیځ او سوېل ختیځو هېوادونو کې هوا له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ډېره سړه ده. د هوا درجه تر منفي ۳۰ درجو رسېدلې.

بي بي سي په یونان کې د کډوالو دوو کمپونو ته لاړه. دا ځای له پلازمېنې اتنزه په موټر کې یو ساعت لرې دی، چې وګوري کډوال څنګه په دې سخته یخنۍ کې ګوزاره کوي.