د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ولسمشري په انځورونو کې

  • 11 جنوري 2017 - 22 مرغومی 1395

له اتو کلونو لوړو ژورو له سفر وروسته د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر لسمه نېټه ولسمشر بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه خپله وروستۍ وینا وکړه.

لاندیني یو شمېر تصویرونه د نوموړي د رسمي او شخصي ژوند ځینې اړخونه ښيي.

د انځور حقوق whitehouse.gov
Image caption نوموړي د دغې وینا لپاره هغه ځای وټاکه، چې اته کاله مخکې یې خپل سفر له همدغه ځایه پیل کړی و.
د انځور حقوق whitehouse.gov
Image caption نوموړي په خپله وینا کې د امریکا د ولسواکۍ پر ژغورنې ټینګار وکړ.
د انځور حقوق whitehouse.gov
Image caption نوموړی به د لومړني تورپوټکي ولسمشر تر څنګ له دې کبله هم ذهنونو کې پاتې شي، چې ډېرې ماهرانه ویناوې یې کولې.
د انځور حقوق whitehouse.gov
Image caption نوموړي د خپلې واکمنۍ مهال د بریالیتوبونو لړ کې د اقتصادي بحران پای ته رسولو، موټرو صنعت ودې او د خپل هېواد په تاریخ کې تر ټولو د ډېرو کاري فرصتونو چمتو کولو یادوونه وکړه.
د انځور حقوق whitehouse.gov
Image caption ښاغلی اوباما د رنګ او توکم په اړه وویل، د ده له ټاکل کېدو وروسته داسې ویل کېدل، چې ګواکې 'امریکا د توکمپالنې له پېره ووته، نوموړی وايي دا خبره له ښه نیته ویل کېده، خو په وینا یې دا هېڅ کله هم د واقعیت منلو په معنا نه وه.'
د انځور حقوق whitehouse.gov
Image caption نوموړی هند ته ولاړ او داسې ویل کېدل، چې ګواکې نوموړی له هند سره او په ځانګړې توګه له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره ښه اړيکي پالل.
د انځور حقوق whitehouse.gov
Image caption سپینه ماڼۍ کې له یوه ماشوم سره د لوبو پر مهال
د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوموړي خپله وینا کې خپله مېرمن نه یوازې خپله مېرمن، لومړۍ مېرمن او د خپلو ماشومانو مور، بلکې خپله ښه ملګرې وبلله.