د کډوالو په وهلو د هنګري فلم اخیستونکې غندل شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption لازلو یو کډوال په لغته وهلی چې ماشوم یې په غېږ کې و

د هنګري هغه فلم اخیستونکې غندل شوې چې د سربستان پولې ته څېرمه یې کډوال په لغتو وهلي او تر پښو لاندې کړي. پر نوموړې د سپکاوي تور لګول شوی دی.

پیټرا لازلو د ۲۰۱۵ کال سپټمبر میاشت کې داسې مهال فلم اخیست، چې کډوال له یوه امنیتي دېواله د اوښتو په حال کې وو.

په وېډیو کې دغې ښځې دوه کسان، چې د تېښتې په حال کې وو او یوه یې نجلۍ وه، په لغتو ووهل. پیټرا لازلو یو بل سړی هم تر پښو لاندې کړ چې یو کوچنی ماشوم یې په غېږ کې و.

هنګري کې پر کډوالو ټولپوښتنه

هنګري وايي له کډوالو سره له زوره کار نه اخلي

کډوالو بحران: هنګري نوي سخت قوانین وضع کړي دي

دې ویلي، د محکمې ددغه حکم پرضد به محکمې ته شکایت وکړي.

د محکمې قاضي ویلي، د لازلو کړه وړه "د ټولنیزو قوانینو په ټکر کې دي" او د هغې د وکیل هغه دلیل یې رد کړ چې ګني موکلې یې له خپل ځانه د دفاع هڅه کوله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې کډوال اسامه عبدالمحسن له خپل زوی محمد او زیاد سره، چې په ۲۰۱۵ کال د فلم اخیستونکې پیټرا لازلو له خوا په لغتو وهل شوي وو.

پیټرا لازلو د محکمې په ناسته کې د وېډیو له لارې راڅرګنده شوه خو څو ځله یې اوښکې هم توی کړې. دې ادعا کړې چې له پېښې وروسته په مرګ ګواښل شوې ده.

د ښي اړخو ان ای ټي وي خبري چینل پر خواله رسنیو د هغې د وېډیو له خپرېدا وروسته نوموړې له کاره ګوښه کړه.

اروپا کې د کډوالو د کړکېچ پرمهال هنګري لوېدیځې اروپا ته د کډوالو د اوښتو لپاره د یوې مهمې ترانزیتي لارې بڼه غوره کړې ه.

د هنګري پر چارواکو د کډوالو په تړاو توند دریځ له کبله نیوکه شوې وه.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان خبرداری ورکړی و، چې پر هېواد یې د کډوالو څپې راماتې شوې چې د اروپا "د مسیحيانو ریښو" ایستلو ته ګواښ ګڼل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پیټرا لازلو د محکمې په ناسته کې د وېډیو له لارې راڅرګنده شوه خو څو ځله یې اوښکې هم توی کړې. دې ادعا کړې چې له پېښې وروسته په مرګ ګواښل شوې ده.

اړونده مطالب