ډېلي ټلېگراف: داعش په عراق کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي

ډېلي ټلېگراف:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عراق د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری د اسلامي دولت ډرون ویشتل غواړي.

ډېلي ټلېگراف په موصل کې د اسلامي دولت نومې ډلې نوي جنګي تکتيک ته کتنه کړې.

د ورځپاڼې په وينا، دغه توندلارې ډله اوس د ډروڼ په مټ پر ملکي وگړو او هغو پوځيانو چاودېدونکي توکي غورځوي چې په موصل کې د دوى په لور پرمختگ کوي.

ورځپاڼه وايي، تر اوسه داسې ځينې شواهد تر لاسه شوي و چې اسلامي دولت نومې ډله دغه څرخ لرونکي او يا وزرو والا ډرونونه چې په ساده بڼه سوداگرييزو موخو لپاره جوړ شوي د څار لپاره کارول خو ځينو وروستيو پېښو څرگنده کړې چې دغې ډلې اوس په بريدونو کې هم د ډرون د کارولو وړتيا موندلې او په ځينو پېښو کې يې ٤٠ ملي متري لاسي بمونه له ډرونه غورځولي دي.

تېره اوونۍ پر يوه مارکېټ شوي بريد کې يوه ټپي کس وويل ده پخپله وليدل چې يو ډرون چاودېدونکي توکي وغورځول.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کابل، هلمند او کندهار کې په یوه ورځ بریدونو یو ځل بیا د افغانانو اندېښنې زیاتې کړې.

اکسپرېس ټريبيون وايي، په افغانستان کې وروستي ترهگريز بريدونه لامل شوي چې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ ناندرۍ يو ځل بيا پيل شي.

د ورځپاڼې په وينا، د روان ميلادي کال په لومړۍ شپه هغه مهال د دغو دواړو گاونډيو د اړيکو ښه کېدو هيلې را وټوکېدې چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجواه له افغان سياسي او پوځي مشرانو سره پر ټيليفون خبرې وکړې او په سيمه کې يې د سولې لپاره د هلو ځلو ژمنه وکړه.

افغان ولسمشر اشرف غني هم ښاغلي باجواه ته بلنه ور کړه چې کابل ته ور شي.

ورځپاڼه زياتوي، خو اوس داسې برېښي په افغانستان کې د وروستيو ترهگريزو بريدونو له امله چې په پايله کې يې څو بهرني ډيپلوماتان هم ووژل شول د فرصت دغه کړکی تړل کېږي.

ورځپاڼه د افغان او امريکايي چارواکو وينا ته اشاره کوي چې ويلي یې دي، پاکستان کې د ترهگرو خوندي ځايونه دي او له هماغه ځای په افغان خاوره کې د ننه بريدونه کوي.

خو پاکستان د يوې خبرپاڼې په خپرولو دا تورونه رد کړي.

د ورځپاڼې په وينا، د پاکستان په ځواب کې مهمه خبره دا ده چې افغان طالبان او حقاني شبکه دواړه ترهگر بلل شوي دي.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په سربیا کې کډوالو د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره کتارونه جوړ کړي.

برتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې سربيا ته د تلونکو کډوالو څپې ته کتنه کړې او وايي دا خطر شته چې پلازمېنه بلگراد په يوه بله "کالې" بدله شي.

ورځپاڼه وايي، اوسمهال تر ٢٠٠٠ پورې کډوالو د سختې سړې هوا له امله د بلگراد د اورگاډي په خورا سړو او ناولو تمځيو کې پناه اخيستې.

د ورځپاڼې په وينا، په دغو ځايونو کې کوچني ماشومان چې ځينې يې ان اته کلن دي په سړه هوا کې د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي.

له نارسمي شمېرو څرگنده شوې چې د اروپايي ټولنې پر پولو د محدوديتونو د زياتېدو له امله تر ٨٠٠٠ پورې کډوال په سربيا کې بند پاتې دي.