د سوریې په تړاو به د اوباما دیپلوماسي څنګه ارزول کېږي؟

اوباما د انځور حقوق Getty Images

هغه سړی چې د ولسمشرۍ دفتر کې یې کار په دې نیت پیل کړ چې له نړۍ سره به یې چلند نوی وي، د پېړۍ د تر ټولو سترې بدبختۍ نندارچي شو؟

بارک اوباما د ولسي وګړو د ساتنې لپاره د زور د کارولو مخالف نه و. خو بیا یې هم تر پایه د سوریې شپږ کلنې کورنۍ جګړې کې له پوځي ښکېلتیا ډډه وکړه. سره له دې چې د دغه هېواد نیمايي وګړي بې ځایه شول یا ووژل شول او د ظلم اسناد یې پر ټولنیزو رسنیو هممهاله خپاره شول.

د دغې سختې پوښتنې یوه برخه له لومړي سره ښکاره وه. اوباما د هغو خلکو له خوا چې له پیسو او سر ورکولو ستړي شوي ول وټاکل شو چې په عراق او افغانستان کې د امریکا جګړې ته د پای ټکی کېږدي. ده هېڅ نه غوښتل د منځني ختیځ په یوې بلې شخړې کې بند پاتې شي.

خو کله چې د حلب په څېر ښارونو بمبارول او کلابندي د رواندا او سرېبرېنیکا د تاوترخوالي په کچه وشوه، د امریکا او ملاتړو له خوا یې هېڅ نه کول، د نړیوالې ټولنې د "بیا نه " هوډ وننګاوه.

د اخلاقي اړتیاوو له فشارونو سره سره، اوباما تر پایه په دې باور و چې پوځې ښکېلتیا به قیمتي ناکامي وي.

د اوباما وروستي وینا: امریکایان دې له ډیموکراسۍ دفاع وکړي

اوباما ټرمپ ته: سپینه ماڼۍ 'شخصي سوداګري' نه ده

هغه پوهېده چې داسې لار لیکه نشته چې امریکا دې د جګړې ګټلو کې مرسته وکړي خو د سلګونو زرو سرتېرو له مېشتولو پرته دې سوله وساتي. د جګړې ډګر ډېر پېچلی و، د لسګونو وسله والو ډلو تر منځ وېشل شوی و او د سیالو سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حلب ښار ویجاړې شوې ختیځې سیمې کې یو هلک د معلولانو څوکۍ ټېل وهي.

ښاغلي اوباما د ۲۰۱۶ کال وروستۍ خبري غونډې کې وویل "نا شونې وه چې دا کار په ارزانه بیعه وکړو ".

خو د دفاع د پخواني وزیر چک هېګل په وینا، ځینو لوړپوړو پوځي چارواکو او د کابینې غړو دا پایله نه اېستله.

هغوی ویل د ولسمشر بشارالاسد پر وړاندې تر یوه بریده ښکېلتیا کولای شول د ځواک تله وخوځوي. په غوراویو کې یو دا و چې یاغیانو ته وسلې ورکړل شي او په یوه خوندي ځای کې مېشت کړل شي چې عملیات تر سره کړي او د سوریې د هوايي ځواک پر ضد د پوځي بریدونو له لارې بشارالاسد د خبرو اترو مېز ته کښېنوي.

د هغه پر ځای د اوباما ادارې د بشري مرستو پر برابرولو، د اوربند پر راوستلو او د اسد د لېرې کولو لپاره یې پر سیاسي جوړجاړي کار وکړ.

سپینې ماڼې او د بهرنیو چارو د وزارت په کنفرانس خونو کې دا جمله په کلیشې واوښته چې "پوځي حل لاره نشته "، خو ویاندانو نشو کولای تشریح کړي چې له پوځي فشاره پرته سیاسي حل لاره څنګه شونې ده.

اوباما سوریه کې د روانې لوبې بدلول غواړي

اوباما- سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارول به لوبه بدله کړي

د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې پخواني مشر ډېوېد پترېېس تېر کال د امریکا د سنا یوې کمېټې ته وویل چې "که د سیاسي جوړجاړي کومه تمه وي، یوه اندازه پوځي او امنیتي چوکاټ ته اړتیا شته...موږ او زموږ همکاران باید دغه زمینه برابره کړو...او دا کار مو نه دی کړی ".

اوباما هغه مهال لا محتاط شو چې اصلي ملاتړو یې، لکه برتانیا او جرمني د امریکا د پوځي ښکېلتیا ننګه ونه کړه. دې د اوباما پر پرېکړې اغېز وکړ چې له خپلې مشهورې "سرې کرښې " خبرې په شا شي. ده ویلي ول چې که اسد له کیمیاوي وسلو کار واخلي نو امریکا به ځواک وکاروي.

بله خوا دا هم مهمه وه چې امریکا به منځني ختیځ کې څه ترلاسه کړي، تر دې وړاندې لېبیا کې د ناټو لاسوهنې، سره له دې چې سم پلان شوې وې، خو دغه هېواد پر لا ډېرې ګډوډۍ واوښت.

د اوباما د غليتوب د پوهېدو لپاره مهمه ده چې پوه شو، سره له دې چې آزاد فکر لري او د نړیوال سوله ییز نظم پلوی دی، اوباما بهرنۍ تګلاره کې رښتونی فکر کوي او د امریکا د ځواک په حدودو پوهېږي.

سره له دې چې د عراق له جګړې وروسته ده د امریکا د اخلاقي صلاحیت د پر ځای کولو لپاره هڅې وکړې، ده هغه ډول لاسوهنه ناسمه بلله چې تر ده وړاندې ولسمشر جورج ډبلیو بوش کوله.

د انځور حقوق Getty Images

د هغه پر ځای اوباما پر سمې ډیپلوماسۍ او هر اړخیزو خبرو اترو ټینګار کاوه.

تر ټولو مهم دا چې تر هغه یې له پوځي ځواکه کار نه اخیسته او د امریکایانو ژوند یې په خطر کې نه اچاوه چې نېغ په نېغه ګواښ ورته پېښ نه وای.

د ایران اټومي هوکړه د اوباما د دغې دکتورا او تګلارې یوه ښه بېلګه ده.

اوباما په ډېر مهارت په مهمو نړیوالو مسلو کې له ډیپلوماسۍ کار واخیست او د بندیزونو د لېرې کولو ملاتړی و. کیوبا هم له دغې موقې استفاده وکړه. په داسې حال کې چې په کور دننه یې اقتصادي ستونزې درلودې او امریکا کې سیاسي اقلیم د کیوبا پر وړاندې ډېر توند نه و، نو یوې هوکړې ته سره ورسېدل، په میانمار کې جونتا هم داسې وکړل.

د چین راپورته کېدل، د امریکا اندېښنه

ټرمپ: د کیوبا په تړاو د اوباما پر سیاست بیا کتنه کوم

دمشق داسې ونه کړل او اوباما پرېکړه وکړه چې د زور پر وړاندې ودرېږي.

داسې حال کې چې اخلاقی غوراوی ستراتیژیک و د امریکا ادارو هڅه وکړه د ارزښتونو او ګټو ترمنځ واټن کم کړي. خو اوباما لا له وړاندې دا محاسبه کړې وه چې د سوریې کورنۍ جګړه د امریکا ملي امنیت ته مستیقم ګواښ نه دی.

د هغه پر ځای یې د امریکا ځواک پر اسلامي دولت نومې ډلې متمرکز کړ چې ده بالاخره کورني امنیت ته ګواښ بلله.

یو ځل بیا یې وکړای شول یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي چې د محدودو موخو په لاسته راوړلو کې یې یو شمېر بریاوې درلودې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption یاغي وسله وال له پوځي وسایلو سره د سوریې شمالي کې د الباب ښار پر لور خوځېږي.

بله خوا د سوریې دوه برخې تګلاره له یوه بل سره په ټکر کې وه. سپینې ماڼۍ ویلې چې د اسلامي دولت نومې ډلې د خپرېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د اسد رژیم واک او ظلم ته د پای ټکی کېږدي. خو کورني کړکېچ کې د امریکا نه شتون د سوریې ولسمشر پیاوړی کړ.

اوباما یو شمېر منځلارو سوریايي وسله والو ډلو سره پټې پوځي مرستې وکړې چې د داعش واک لږ کړي. خو مرستې دومره نه وې چې له دوی داسې ځواک جوړ کړي چې اسد ته ماته ورکړی شي.

نو تشه د داعش له خوا ډکه شوه چې ښه اکمالات یې کېدل. له دې سره د اسد وینا چې، نړۍ به یا ما او یا داعش غوره کوي، ځواکمن موقعیت کې راغله.

اوباما استدلال کاوه چې د اسد د رژیم د ملاتړو روسیې او ایران ګټې، د امریکا پرتله سوریه کې ډېرې تر ګواښ لاندې دي. نو د امریکا هر ډول لاسوهنه تاوتریخوالي ته لمن وهلی شوای. همدا ارزونه یې د اوکراین په مسله کې هم وکړه.

د امریکا د بهرنۍ تګلارې د بنسټونو یو شمېر غړي نیوکه کوي چې اوباما سوریه کې د امریکا ګټې ډېرې کمرنګه ښيي.

اوباما- 'اسلامي دولت' ډله په دفاعي حالت کې ده

امریکايي دیپلوماتانو د سوریې پرضد پوځي بریدونه غوښتي

ناصر ولي وايي، " سوریه په ستراتیژیکو ډولونو وچاودېدله ". ښاغلي ولي چې یو کتاب هم لیکلی په دې آند دی چې د اوباما تګلارو نړۍ کې د امریکا مشرۍ موقف له مینځه یووړ.

دی وايي "روسیه او ایران يې ځواکمن کړل، داعش یې تولید کړ، القاعده یې قوي کړه او د کډوالو ناورین یې جوړ کړ چې اروپا ته یو ستراتیژیک ګواښ شو ".

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له روسي سیال سرګي لاوروف سره د خبرو اترو پر مهال، ۲۰۱۳ کال.

ځینې نور نیوکګر بیا وایي اوباما له تحلیلي رهبرۍ لېرې پاتې دی. د سیاسي خطر، یورو اېشیا ډلې مشر ایین برېمر وایي " ما هر وخت فکر کاوه چې جورج بوش داسې رهبر و چې نه یې غوښتل فکر وکړي، او اوباما داسې فکر کوونکی چې نه غواړي رهبري وکړي ".

اوباما د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې چې دی یې تر ټولو لوی ګواښ بولي مخکښه ونډه اخیستې. او پر شکمنو ترهګرو د ډرون بریدونو ته په کتو، په یوازې سر یې د ځواک د کارولو له امر ورکولو ډډه نه ده کړې چې فکر یې کړی د امریکا امنیت ته ګواښ پېښ دی.

خو په سوریې کې د ده ادارې د امریکا ضعف وښود.

ځینې وايي پر کیمیاوي وسلو د ښاغلي اوباما له سرې کرښې په شاه کېدلو مسلې د امریکا اعتبار ته ضربه ورکړه، د ملاتړو اطمینان یې ولړزاوه.

یوه امریکايي چارواکي یو ځل وویل "په ادارې کې شمېر په دې آند ول چې هر څومره ډېر موږ روسیه د اوربند او سیاسي خبرواترو په جریان کې وساتو، هغومره ډېر موږ رژیم، روسیې او ایران ته سیاسي پوښښ برابروو، په داسې حال کې چې هغوی د پوځي بریا لار تعقیبوي. "

ښاغلی ناصر وایي، سربېره پر دې چې اوباما ویلي پوهېده چې د امریکا له مشرۍ پرته په نړیوالو چارو کې ډېر لږ څه ترلاسه شوي، خو د ستراتیژیکې پانګې په توګه یې نه یادوي.

که څه هم د شخصیت له پلوه د یوه باشعوره حقوقپوه چې سپینه ماڼۍ پرېږدي او د یوه تلویزیوني نندارو د ستوري ترمنځ چې وردننه کېږي، ډېر واټن شته، خو چې خبره د نه دخالت شي، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ د یوه دریځ خاوندان دي.

اوباما: ټرمپ مې ماتولی او درېیم ځل ولسمشر کېدای شوی

گارډین: اوباما د خپلې دورې ختمېدو وړاندې پر روسیې نور بندیزونه لګوي

د انځور حقوق AP
Image caption ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیویارک ټرمپ ټاور کې له یوې خبري غونډې وځي، ۲۰۱۷ کال.

که په دې سترګو ورته وکورو، تمه کېږي د ټرمپ "لومړی امریکا " بهرنۍ تګلاره د اوباما د تګلارې دوام وي.

پر بهرنیو اړیکو د شورا غړی مکس بووت وايي، سره له دې چې یو به هم بهرنۍ دعوې نه غواړي، ټرمپ به ډېر دې ته چمتو وي چې امریکا سره "ډغرو وهونکو ته کلک ځواب " ورکړي.

نو ایا د چین او روسیې په شان ستر ځواکونه به له امریکا سره ځان لږ ووهي؟

بووت وایي د ټرمپ "د نه اټکل وړ ډاروونکې " کړنې به د اوباما تر د اټکل وړ معقولې کړنې بېجینګ سره مقابله کې ګټورې وي. د ټایوان له ولسمشر سره د ټرمپ خبرې بې له شکه چې چین ته خبرداری و.

تاریخ به د اقلیمي بدلون، کیوبا او ایران په مسله کې اوباما مثبت وارزوې. خو د ده د بهرنۍ تګلارې د فلسفې تر ټولو مهم ازموینه به سوریه وي. ځکه دا د هغه ډول رښتیاپالۍ بېلګه ده چې دی باور پرې لري.

اوباما- نړۍ له بې ساري کړکېچ سره مخ ده

مصر د کړکېچ په تړاو د اوباما څرګندونې ننګولي

اوباما پوتين د کرايميا پر سر خبرو ته هڅولی

د ده استدلال دا دی چې امریکا یې د منځني ختیځ یوه بل مصیبت کې له بند پاتې کېدو ژغورلی چې د امریکا ځواک به یې زبېښلی و.

نیوکګر یې بیا وايي ده یوې حساسې منطقې کې د امریکا ځواک له مینځه یووړ او په دې لړ کې یې د امریکا نړیواله رهبري کمزورې کړه.

هغه څه چې د اوباما د مودې قضاوت کوي د ټرمپ له ازموینې سره توپیر نه لري، دا چې په نړۍ کې به د امریکا رول، وساتي که کم کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ولسمشر اوباما وینا