"استانبول کي پر کلب شکمن بريدګر نيول شوی"

د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه ښيي پوليسو دغه بريدګر په استانبول کې له يوه کوره نيولی دی

د ترکيې رسنيو په وينا د نوي کال پر شپه استانبول کې پر کلب شکمن بريدګر نيول شوی دی.

ګومان کېږي چې د عبدالقادر ماشارييوف په نامه دغه کس په رينا کلب کې د نوي کال د لمانځلو پر مهال ډزو کې ۳۹ تنه وژلي وو.

د راپورونو له مخې نوموړی د استانبول په ايسن يورت سيمه کې نيول شوی دی.

په رينا کلب کې پر ځايي اوسېدونکو سربېره د اسراييلو، فرانسې، بلجيم، تونس، لبنان، هند، اردن او سعودي وګړي وژل شوي او يا هم ټپيان شوي وو.

"اسلامي دولت" نومې ډلې په يوه بيانيه کې د دغه بريد مسوليت منلې و.

د ترکیې ولسمشر رجب طییب اردوګان استانبول کې د شپې پر کلب برید یوه ډېره ''ناوړه'' پېښه بللې وه او ويلي يې وو چې له دغه بريد څخه موخه په هېواد کې د ''ګډوډۍ جوړول'' دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له بريد وروسته پوليسو د دغه شکمن کس عکسونه خپاره کړي وو

د شمېرو له مخې کلب کې د بريد پر مهال له پنځو تر شپږ سوو پورې خلک غونډ شوي وو.

بریدګر نیمه شپه د برید ځای ته په ټکسي کې تللی و.

نوموړي پر ټولو حاضرو کسانو ډزې پیل کړې.

د ترکیې ان ټي وي تلوېزیون ویلي، پولیسو مشکوک تورن استانبول کې د خپل قرغیزستاني ملګري په کور کې نیولی.

رپوټونه وايي، پولیسو له مشکوک سره یو د هغه ۴ کلن زوی هم موندلی. ویل کېږي د کور څښتن او درې نورې ښځې هم نیول شوې دي.

د ترکیې (حریت) ورځپاڼې ویلي، په پام کې وه چې له نیول کېدا وړاندې د مشکوک درملنه وشي.

پولیسو د نیول شوي مشکوک یو انځور خپور کړی چې په نري کمیس کې په وینو لړلی دی.

استانبول کې د بي بي سي خبریال مارک لوین - د ارامۍ ساه!

دا نیونه د ترکي امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو په لړ کې ترسره شوې.

داسې وېره وه چې ګني برید کوونکی له ترکیې نه په تېښتې او وتلو توانېدلی او شاید د داعش تر واک لاندې سیمو ته یې ځان رسولی وي.

په دې نیونو سره به د ترکیې چارواکي د ارامۍ ساه واخلي. خو لاهم په هېواد کې د نورو ممکنه خونړیو بریدونو د مخنیوي لپاره ډېر څه پکار دي.

عبدالقادر ماشارييوف څوک دی؟

د انځور حقوق AP
  • په اصل کې د مرکزي اسیا د ازبکستان اوسېدونکی دی، چې بیا د ۲۰۱۶ کال لومړیو کې له خپلې کورنۍ سره د ترکیې مرکزي ښار قونیې ته تللی
  • ویل کېږي خپل نوم یې پر ابو محمد خراساني اړولی
  • د ترکي رسنیو له خوا د "اسلامي دولت" نومې ډلې غړی معرفي شوی

سرچینه: ترکي رسنۍ

ترکي رسنیو ویلي، مشکوک له یوې ښځې سره، چې امکان لري د هغه مېرمن به وي له دوو ماشومانو سره د قونیې ښار په یوه کرايي اپارتمان کې اوسېده.

حریت ورځپاڼې د ځینو سرچینو له خولې لیکلي، مشکوک د دسمبر میاشتې پر ۱۵مه استانبول ته ننوتلی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمېرو له مخې کلب کې د بريد پر مهال له پنځو تر شپږ سوو پورې خلک غونډ شوي وو.

ترکیه د سوریې په شمال کې د داعش ډلې پروړاندې په عملیاتو بوخته ده او هڅه یې دا ده چې د ترکیې له برید وروسته په دغو عملیاتو کې یو څه پښه نیولې واوسي.

ترکیه کې د داعش بریدونه

  • اګسټ ۲۰مه: غازي عنتاب کې د واده پر مراسمو بمي برید لږترلږه ۳۰ کسان ووژل، چې پړه یې "اسلامي دولت" (داعش) ډلې ومنله.
  • جولای ۲۸مه: د استانبول اتاترک پر هوايي ډګر بمي برید او ډزو ۴۱ کسان ووژل، د پړې ګوته یې "اسلامي دولت" نومې ډلې ته ونیول شوه.
  • مارچ ۱۹مه: ځانمرګي برید د استانبول یوه خرڅلاوځي کې لږترلږه څلور کسان ووژل، د برید پړه پر داعش ډلې واچول شوه.
  • جنوري ۱۲مه: د استانبول په یوه سیاحتي سیمه کې د "اسلامي دولت" ډلې ځانمرګي برید کوونکي ۱۲ جرمنیان ووژل.
  • اکتوبر ۱۰مه: انقره کې د اورګاډو له تمځي بهر لږترلږه ۱۰۰ کسان ووژل شول، پړه یې پر داعش واچول شوه.
  • جولای ۲مه: د سوریې پولې ته څېرمه په سوروج سیمه کې لږترلږه ۳۴ کسان ووژل شول.

ورته مطالب