''د اوږده عمر لپاره سره مرچ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر ثبوتونه ښيي، چې تریخ سره مرچ د سون او تیزابیت مخنیوی کوونکي جزیات لري

یوه نوې څېړنه ښيي، چې هغو کسانو کې، چې سره مرچ خوري د ژر مړینې کچه د هغو پرتله، چې نه یې خوري ۱۳ سلنه ټیټه ده.

څېړنه کې له ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۹۰ پورې داسې ۱۶ زره بالغ کسان شامل دي، چې هره ورځ یې یو یا ډېر سره مرچ خوړل.

څېړنه د امریکا متحدو ایالتونو د ورمونټ پوهنتون د میډېسن پوهنځي دوو څېړونکو کړې. داسې فکر کېږي، چې سره مرچ ګټورې اغېزې لري.

د متیازو ازموینه مو د خوړل شویو خوړو ډول معلوموي

یو شمېر ثبوتونه ښيي، چې تریخ سره مرچ د سون او تیزابیت مخنیوی کوونکي جزیات لري او دې کې شته مواد د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي.

ماهرین وايي، داسې فکر کول هم هوښیاري نه ده، چې ګواکې د خوړو یوه جز هرڅه کېدای شي او له همدې کبله سره مرچ د اوږده عمر دلیل نه شي بلل کېدای، بلکې وايي، باید متوازن خواړه استعمال کړل شي.

دوی دغه راز د بورې او مالګې لږ استعمال، له خوځښته ډک ژوند او د تمباکو او شرابو نه کاروولو سپارښتنه کوي.

څېړنه کې د نېشنل هیلتھ اینډ ڼیوټرېشنل اګزامنېشن سروې له شمېرو کار اخیستل شوی دی.

دغه شمېرې له ۱۹۸۸ نه تر ۱۹۹۴ پورې دي، چې په کې د شاملو کسانو عمرونه له ۱۸ کلنۍ پورته وې. د سروې ۱۶۱۷۹ ګډونوالو د روغتیا، ژوند طرز او اقتصادي حالت په تړاو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

د خوړو په تړاو پوښتنو کې له دوی نه د خوړو ۸۱ ډوله جزیاتو په تړاو پوښتنې شوې. په شاوخوا ۱۹ کلنۍ کې د ۴۹۴۶ کسانو مړینه ثبت شوې، چې ویل کېږي ۲۱ اعشاریه شپږ سلنه هغه وو، چې مرچ یې خوړو کې شامل وو او ۳۳ اعشاریه شپږ سلنه داسې وو، چې مرچ یې نه خوړل.

خو ماهرین وايي د دغو مړینو له څېړنو وروسته د مرچو استعمال او مړینې تر منځ د اړیکو په تړاو کوم ځانګړی تعلق معلوم نه شو.

څېړونکي وايي، له پایلو سره سم د ترخو سرو مرچو استعمال له کبله له وخته مخکې د مړینې شمېرو کې لږوالی لیدل شوی او له همدې کبله سره مرچ د خوړو یو مهم جز دی.