د عمر متین مېرمن د فلوریډا برید په اړه مخکې 'خبره وه'

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption نور سلمان (کېڼې خوا ته) ویلي، د عمر متین (ښۍ خوا ته) د برید په اړه یې له وړاندې هېڅ معلومات نه لرل

د امریکا کلیفورنیا کې یوې محکمې ویلي، فلوریډا کې د همجنسخوښو د شپې پر یوه نڅا کلب د بریدګر عمر متین مېرمن نور سلمان د برید په اړه - چې تر ۴۹ ډېر کسان پکې ووژل شول- له مخکې خبره وه.

د سې شنبې په ورځ په راغلې ادعا کې نور سلمان له 'اسلامي دولت' نه د خپل مېړه په ملاتړ خبره ګڼل شوې او له خپل مېړه سره یې ''برید کولو کې همکاري کړې او هغه یې ورته هڅولی دی''.

هغه همدارنګه د ۲۰۱۶ کال د جون پر ۱۲مه د برید په اړه څارونګي پولیسو او د ایف بي ای مامورینو په غولولو تورنه شوې ده.

اغلې سلمان وايي، دا خپله د متین د برید قرباني شوې او دا تورونه یې رد کړي دي.

پر ۳۰ کلنې سلمان دا تور هم لګول شوی چې ګني د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې مادي ملاتړ یې کړی دی.

د فلوریډا شپې کلب کې ډزو دوه کسان وژلي

د فلوريډا بريدګر ښايي په اعدام سزا محکوم شي

فډرالي قاضي راجر هندبرګ قاضي ته وویل: ''هغه خبره وه چې متین برید کوي''.

د نور سلمان تره ال سلمان ویلي چې هغه ''یوه ساده او بې ګناه ښځه'' ده او مېړه یې عمر متین هغه ربړولې او روحي اذیت یې ورکړی دی.

هغه ټینګار کړی چې نور سلمان په اولانډو کې پر پلس کلب د خپل مېړه د برید په اړه نه وه خبره.

د انځور حقوق EPA
Image caption د نور سلمان تره ال سلمان د هغې پر بې ګناهۍ ټینګار کړی

متین د ۴۹ کسانو له وژلو او ۵۳ نورو له ټپي کولو وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو. د امریکا په معاصر تاریخ کې دا د ډزو تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

عمر متین د برید پرمهال له پولیسو سره ټیلېفوني اړیکه نیولې او له (اسلامي دولت) داعش یې خپل ملاتړ اعلان کړی.

د متین د مېرمنې وکیل په محکمه کې وویل، هغې له برید وړاندې د برید په اړه معلومات نه لرل او د هغې د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.

د اورلانډو بريدګر د عمل تر شا څه وو؟

اغلې سلمان چې د فلوریډا له برید وروسته سان فرانسیسکو ته تللې وه، د یکشنبې په ورځ هلته ونیول شوه.

په محکمه کې د حاضرو خبریالانو په وینا، کله چې مامورینو هغه بېرته زندان ته وړله، خپل تړه ته یې د سترګو له کونجونو په غمناک انداز کې وکتل.

د محکمې بله ناسته د چارشنبې په ورځ جوړېږي چې ښايي په دې ناسته کې فلوریډا ته د هغې د لېږدولو پرېکړه وشي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نور سلمان ویلي، مېړه یې په وروستیو کلونو کې سخت دریځۍ ورکشولی و

ورته مطالب