د نړۍ ځینو ښارونو کې د ټرمپ ضد لاریونونه

د انځور حقوق GETTY
Image caption د جمعې په ورځ لندن کې د امریکا سفارت مخې ته هم لاریون وشو

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مخالفت کې د استرالیا، نیوزیلنډ او جاپان په ځینو ښارونو کې ګڼ کسان راوتلي دي. په نورو ښارونو کې هم ورته لاریونونه سمبال شوي.

پرون (جمعه) او نن شنبې د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مخالفت کې د نړۍ ځینو ښارونو کې لاریونونه روان دي.

تر ټولو ډېر خلک استرالیا، نیوزیلنډ او جاپان کې واټونو ته راوتلي. د استرالیا سیډني ښار کې نژدې درې زره کسان د امریکا کونسلګرۍ مخې ته راغونډ شوي.

نژدې ۷۰۰ کسان د "ښځو لاریون" په نامه راغونډېدنه کې د شنبې په ورځ (جنوري ۲۱مه) د ډونلډ ټرمپ د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروته د هغه په مخالفت کې راوتلې دي.

ډونلډ ټرمپ د ولسمشر په توګه د مېز ترشا کښېناست

د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

"ټرمپ د نړیوال نظم لپاره ګواښ دی"

اټکل دی چې د امریکا واشنګټن کې تر ټولو ډېر خلک د ټرمپ په مخالفت کې راغونډ شي، ویل کېږي هلته به لسګونه زره کسان راټول شي.

لندن کې هم د ورته لاریون لپاره پروګرام نیول شوی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکا کې د ټرمپ د لوړې پرورځ ۲۰۰ لاریونیان ونیول شول

د جمعې په ورځ د ټرمپ له لوړې سره هم مهاله، واشنګټن د لاریونیانو او پولیسو ترمنځ د اخ او ډب شاهد و.

تر ۲۰۰ ډېر لاریونیان ونیول شول. ځینې یې اور بل کړی و، ډبرې یې ویشتې او د خپل مخالفت په څرګندولو یې ښیښې ماتولې.

د لوړې له مراسمو لږ وړاندې نښتې هم وشوې او د لوړې له مراسمو وروسته یې دوام وکړ.

پولیسو د دوی د ځپلو او تیت پرک کولو لپاره له مرچکي سپرې او اوښلن ګاز کار واخیست.

"ټرمپ د نړیوال نظم لپاره ګواښ دی"

محمد اشرف غني او ډونلډ ټرمپ ټېلفوني خبرې کړي

د "ټرمپ پرضد مقاومت"، د "چاپېریال ساتنې عدالت غواړو او "ازاد فلسطین" په نومونو سوله ییزې غونډې هم وشوې.

د جمعې په ورځ مکسیکو کې هم خلک راغونډ شوي وو. ډونلډ ټرمپ ویلي وو، که ولسمشر شي د امریکا او مکسیکو ترمنځ به دېوال جوړ کړي او مکسیکو به یې د لګښت ورکولو ته اړباسي.

د انځور حقوق EPA
Image caption سیډني کې د ټرمپ د مخالفانو د راغونډېدو پر سر اسمان کې د هغه نوم ولیکل شو

اسمان کې د ټرمپ نوم لیکل

نن سیډني کې د ټرمپ له مخالف سره هم مهاله، په اسمان کې الوتکو د ټرمپ نوم ولیکه.

د هغه شرکت مشر، چې ددې کار دنده یې پرغاړه لرله، ویلي د ټرمپ نوم یې د هغه د ملاتړو په غوښتنه په اسمان کې کښلی دی.

په سیډني کې راغونډو شویو خلکو ویلي چې د ټرمپ په خبرو کې "کرکه او تعصب" دده د ملاتړو لپاره وېروونکې چاره ده.

د ښځو، کډوالو، قومي او مذهبي لږکیو په اړه د ټرمپ دریځونه د امریکا ولسمشریزو ټاکنو له کمپاین پیلېدا راهیسې له لانجې ډک وو.

د ډونلډ ټرمپ ژوند په انځور کې

'د ټرمپ په اړه روسیه شرموونکي ثبوتونه نه لري'

ورته مطالب