سعودي عربستان: ترهګرۍ پېښو کې د ۴۰ هېوادونو وګړي ښکېل دي

سعودي عربستان د انځور حقوق AFP
Image caption په نیول شویو کسانو کې اووه افغانان هم شامل دي

سعودي عربستان کې چارواکي وايي، دا وروستیو کلونو کې دغه هېواد کې د ترهګرۍ پېښو کې د ۴۰ هېوادونو کسان ښکېل دي.

د سعودي ګزټ ورځپاڼې رپوټ کې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت چارواکو له قوله ویل شوي، چې د هېواد استخباراتي ادارو په پنځو زندانونو کې ۵۰۸۵ زندانیان توقیف کې دي.

سعودي عربستان ته د القاعدې شبکې ګواښ

نیول شويو کسانو کې اووه افغانان او ۶۸ پاکستانیان هم شامل دي، خو چارواکو نه دي ویلي، چې دغه کسان د کومو تورونو له مخې نیول شوي او یا محاکمه کېږي.

د سعودي چارواکو په خبره نیول شویو کسانو کې درې امریکایان او د فرانسې، بلجیم او کاناډا یو، یو کس هم شامل دي.

له نیول شویو کسانو نه د یو شمېر هغو استناف غوښتنه ځانګړیو محکمو رد کړې او د زندان سزا تېروي او د یو شمېر نورو محاکمه روانه ده.

له دې سره ځینې نور بیا د څارنوالانو له لوري د پوښتنو، ګروېږنو له بهیره تېرېږي.

اعلامیه کې ویل شوي، د څارګرو ادارو په زندانونو کې ډېری بندیان سعودیان دي، چې شمېر یې ۴۲۵۴ کسانو ته رسېږي. له دې وروسته د یمنیانو شمېر ۲۸۲ کسانو ته او د سوریې اوسېدونکو شمېر ۲۱۸ کسانو ته رسېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اعلامیه کې ویل شوي، چې د څارګرو ادارو زندانونو کې ډېر شمېر د سعودي اوسېدونکو دی

له عربي هېوادونو نه ۵۷ مصریان، ۲۹ سوډانیان، ۲۱ فلسطینیان، اووه سومالیایان، پنځه عراقیان، درې لبنانیان، ۱۹ اردنیان، دوه موریتانیایان، دوه اماراتیان، ۱۰ بحرینیان، دوه قطریان او د لیبیا او جزایر یو، یو کس شامل دي.

زنداني کسانو کې یو چینايي، درې فیلیپینیان، ۱۹ هندیان، شپږ ایرانیان، څلور ترکان، څلور بنګله دېشیان او د کرغیستان یو اوسېدونکی هم شامل دي.

دغه کسانو ته له کورنیو سره د کورنیو چارو وزارت له لارې غږیزې او تصویري اړیکي نیولای شي.