ټرمپ افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره غږېدلی

ولسمشر ټرمپ کابل کې پوځیانو ته ویلي زه له تاسې سره تر پایه ملګری یم. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ کابل کې پوځیانو ته ویلي زه له تاسې سره تر پایه ملګری یم.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلازمېنه واشنګټن کې د لوړې له مراسمو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افغانستان کې خپلو ځواکونو سره د ویډیو له لارې خبرې کړي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړي د پلازمېنې کابل شمال کې د امریکايي پوځ یوې اډې کې پوځیانو ته وویل "زه له تاسې سره تر پایه ملګری یم، موږ به دغه ماموریت په شریکه سر ته رسوو، هغه زړورتیا چې تاسې څرګنده کړې، حیرانونکې ده. "

نیویارک ټایمز: ټرمپ افغانستان کې د سرتېرو ساتنې ته لېوال ښکاري

ګارډین: ټرمپ او کلنټن افغانستان کې خرابېدونکى حالت له پامه غورځولى

د افغانستان اجراییه مشر عبدالله عبدالله، چې د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د ۲۰۱۴ کال هوکړې پر بنسټ له ولسمشر غني سره په واک کې شریک دی، افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته د ټرمپ خبرې مثبته نښه بولي.

"ما امریکايي ځواکونو ته د ولسمشر ټرمپ وینا ولیده، هغه د خپلو پوځیانو ملاتړ اعلان کړ، دا ښه او مناسب ګام دی او زه باوري یم، چې له هره پلوه به همکاري دوام وکړي. "

ښاغلي عبدالله په یوه خبري غوڼده کې د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ ته د افغان ولس او حکومت لخوا مبارکي هم ورکړه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ټرمپ واک به پر پاکستان او افغانستان څه اغېز ولري؟

له دې مخکې د تېر دسمبر لومړیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی و؛ هیله من دی چې افغانستان او په دغه هېواد کې مېشت امریکایي سرتېري وګوري او په لومړني ممکن وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.

هغه مهال چې ښاغلي ټرمپ له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړې وې، د نوموړي له قوله ویل شوي و، چې امریکا به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دې مخکې د تېر دسمبر لومړیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی و؛ هیله من دی چې افغانستان او په دغه هېواد کې مېشت امریکایي سرتېري وګوري

ولسمشر ټرمپ ویلي و، که افغانستان په امنیتي برخه کې نورو مرستو ته اړتیا ولري، د هغه دولت به د اړتیاوو تر ارزولو وروسته د لا ډېر امنیتي ملاتړ برابرولو ته پام واړوي.