اکسپرېس ټرېبیون: 'پاکستان له کابل سره سختو خبرو ته ځان چمتو کوي'

د انځور حقوق AFP
Image caption د ورځپاڼې په وينا کابل ته د جنرال باجواه سفر موخه له افغانستان سره د پاکستان زيانمن شويو اړيکو د رغونې هڅه ښوول شوې.

اکسپرېس ټرېبيون:

پاکستانۍ ورځپاڼه اکسپرېس ټرېبيون وايي پاکستان له کابل سره سختو خبرو اترو ته ځان چمتو کوي.

د ورځپاڼې په وينا دا خبرې به راتلونکو اوونيو کې افغانستان ته د پاکستاني پوځ مشر قمر جاويد باجواه د سفر په ترځ کې وشي چې ټاکل شوې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته ورشي.

د ورځپاڼې په وينا کابل ته د جنرال باجواه سفر موخه له افغانستان سره د پاکستان زيانمن شويو اړيکو د رغونې هڅه ښوول شوې.

يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ورځپاڼې ته ويلي ښاغلى باجواه به د افغانستان په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تگلارې له اعلانېدو وروسته افغان پلازمېنې ته سفر وکړي.

ورځپاڼه زياتوي چې جنرال باجوه به افغان مشرتابه ته په زغرده ووايي د خپل راتلو پړه دې نوره پر پاکستان نه اچوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي غواړي افغانستان سره جدې خبرې وکړي.

افغانستان او د امريکا د پخواني ولسمشر اوباما ادارې تل پر پاکستان تور پورې کړى چې په دغه هېواد کې د ترهگرو د پټنځايونو په ويجاړولو کې پاتې راغلى.

وال ستريټ ژورنال:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي دوستم پر خپل سياسي سيال د تيري ادعا رد کړې او دا يې د هغه د بدنامولو لپاره جوړه شوې توطيه بللې.

امريکايۍ وال ستريټ ژورنال ورځپاڼه وايي د افغانستان لويۍ څارنوالۍ د افغان ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د نهو ساتندويانو نيولو حکم کړى.

د دغو کسانو نيولو حکم د ښاغلي دوستم يوۀ سياسي سيال احمد اېشچي د تښتونې او ورباندې د جنسي تېري شوې ادعا سره تړلى.

لویې څارنوالۍ د لومړي مرستیال دوستم "د نهو ساتونکو د نیولو حکم کړی"

ښاغلي دوستم پر خپل سياسي سيال د تيري ادعا رد کړې او دا يې د هغه د بدنامولو لپاره جوړه شوې توطيه بللې.

جنرال عبدالرشيد دوستم په دې تړاو روانو پلټنو کې له حکومت سره د همکارۍ ژمنه کړې.

ورځپاڼه وايي د ښاغلي دوستم د ساتندويانو نيولو حکم تېره دوشنبه وروسته له هغه وشو چې د جلب درې حکمونه يې له پامه وغورځول او د پوښتنو گروېږنو لپاره څارنوالۍ ته له ورتگ يې ډه ډه وکړه.

د ورځپاڼې په وينا په خپله جنرال دوستم هم د جلب درې حکمونه له پامه غورځولي دي.

وال ستريټ ژورنال وايي د دغې قضيې پلټنه او د يوۀ ځواکمن چارواکي د محاکمې احتمال د افغان حکومت او قضا په وړاندې پروت آزمېښت دى.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پلازمېنه بلگراد کې چې د هوا تودوخه د ساتني گراد په کچه منفي ١٥ درجې ده، شاو خوا ٢٠٠٠ کډوال په کنډرو گودامونو کې شپې تېروي.

بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې د ملگرو ملتونو هغه وينا مهمه بللې چې وايي په سربيا کې زرگونه کډوال ماشومان د تودوخې په منفي صفر درجه کې په ډاگ ويده کېږي.

په پلازمېنه بلگراد کې چې د هوا تودوخه د ساتني گراد په کچه منفي ١٥ درجې ده، شاو خوا ٢٠٠٠ کډوال په کنډرو گودامونو کې شپې تېروي.

د ماشومانو د ژغورنې اداره يا سېف دې چېلدرن پر اروپايي ټولنې غږ کړى چې په دې برخه کې نورې مرستې وکړي.

ورځپانې له يوۀ ١٢ کلن افغان ماشوم سره خبرې کړي چې درې مياشتې يې په بلگراد کې په داسې يوۀ گودام کې تېرې کړي چې نه کړکۍ لري او نه تودوخې سيستم، او نه په کې د ويده کېدو لپاره کټونه شته.

ورته مطالب