د نایجریا ځانمرګو بریدونو کې 'تي خوري ماشومان' کارول شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نایجریا پوځ د بوکو حرام ډلې پرضد جنګېږي

په نایجریا کې چارواکو ویلي، ځینو ښځینه ځانمرګو برید کوونکو د بریدونو پرمهال له ځانه سره تي رودونکي ماشومان لېږدولي چې امنیتي ځواکونه پرې د بریدګرو شک ونه کړي.

د نایجریا مداګالي ښار د روانې جنورۍ پر ۱۳مه د یوه داسې ځانمرګي برید شاهد و، چې د دوو ښځو له خوا ترسره شو، دواړې پکې له خپلو تي رودونکو ماشومانو سره ووژل شوې او څلور نور کسان یې هم ووژل.

دغو ښځینه بریدګرو په امنیتي پوستو کې پولیس غولولي وو چې ګني تي خوري ماشومان لېږدوي.

نایجیریا کې ۷ او ۸ کلنې نجونې د ځانمرګي برید لپاره کارول شوې

نایجریا: هوايي ځواک په تېروتنه بمبارۍ کړې

د نایجریا ځینې نور ښارونه هم په تېر کې د ورته ښځینه ځانمرګو برید کوونکو شاهدان وو، خو چارواکو خبرداری ورکړی چې په مهمو امنیتي پوستو کې د ماشومانو په مټ د بریدګرو ښځو تېرېدل په ډېرېدو دي.

ددغه شان بریدونو شک پر وسله والې 'بوکو حرام' اورپکې ډلې کېږي.

د نایجریا اداماوا ولایت په مداګالي ښار کې ۴ ښځو بریدونه کړي. دا ښار په ۲۰۱۵ کال امنیتي ځواکونو له بوکو حرام ډلې ونیو.

دوې ښځې له امنیتي پوستې نه د دوو تي رودونکو ماشومانو لېږدولو په مټ او د ساتونکو په تېر ایستلو توانېدلې او بیا یې بریدونه کړي.

د بوکو حرام ډلې په اړه ویل کېږي، چې په ځانمرګو بریدونو کې له ښځو هم کار اخلي، په تېره بیا کم عمرونه نجونې ډېرې دې کار ته هڅوي.

د نایجریا حکومت له دغې ډلې سره له تېرو څو کلونو راهیسې جګړه کوي.

دا چې پر دغې ډلې کړۍ راتنګه شوې ده، اوس د جګړې او بریدونو لپاره له نویو تکتیکونو کار اخلي.

په تېره ډسمبر میاشت کې دوو ځانمرګو برید کوونکو ښځو د ګڼې ګوڼې په یوه ښار کې بریدونه وکړل چې لږترلږه ۴۵ کسان یې ووژل.

په ۲۰۱۶ کال هم یوه ورته برید ۲۵ کسان ووژل.

اړونده مطالب

ورته مطالب