بانا العابد بالاخره له اردوغان او لینزي لوهان سره وکتل

د انځور حقوق TWITTER

هغه کوچنۍ نجلۍ، چې د سوریې حلب ختیځ کې یې د خپل ژوند په اړه ټویټ پیغامونو د نړیوالو زړه سوی ځان ته ورمات کړ، له خپلې نوې ملګرې - د امریکا له یوې هنرمندې لینزي لوهان سره یوځای شوه.

بانا العابد د خپل ژوند په تړاو او د ژوند د کړاو په اړه لنډه وېډیو شریکه کړې ده.

دوی د ترکیې په انقره کې و او له ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې هم کتلي دي.

اغلې لوهان له تېرو څو ورځو راهیسې ترکیه کې ده. هغې په یوه وېډیو کې ویلي، دغه جوړه په سوریه کې خلکو او کډوالو ته "د مینې پیغامونه، د ژوند هیلې او برکتونه استوي".

''سوریه په قصدي ډول ماشومان په نښه کوي''

سوریه کې "خوشه یي بم ۱۰ ماشومان وژلي دي"

د سوریې پنځه میلیون ماشومان عاجلې مرستې غواړي

په دې لنډه وېډیو کې بانا له لوهان سره غاړه غړۍ کېږي او فلم اخیستونکي ته وايي: "موږ په سوریه او حلب کې ټولو هغو خلکو او کډوالو ته چې له کړاو سره مخامخ دي، وایو موږ دلته ستاسې ملاتړ کو او تاسې خپل هوډ پیاوړی کړئ او د بانا په څېر مو عزم ټینګ وساتئ. "

دا په عربي ژبه زیاتوي: "ان شاء الله" یعنې (که خدای کول).

بانا وروسته تر هغه مشهوره شوه، چې هره ورځ به یې د حلب ختیځ کې د اورپکو تر واک لاندې سیمه کې پر ټویټر ځینې مستند شیان خپرول، خو په دې کار کې د هغې مور هم مرسته ورسره کوله.

ټرمپ ته پرانیستی لیک

اوه کلنې بانا العابد په وروستیو کې د امریکا له نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي وو چې خپل هېواد کډوالو ته پرانیزي.

د انځور حقوق TWITTER
د انځور حقوق TWITTER
Image caption بانا له خپلې کورنۍ سره په تېر دسمبر کې له حلبه ووتل او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې وکتل

العابد پخپل لیک کې له ټرمپ دا هم غوښتي وو چې "تاسو باید د سوریې د ماشومانو لپاره یوڅه وکړئ؛ ځکه چې دوی ستا د ماشومانو په څېر دي او ستاسې په شان سولې ته اړتیا لري. "

بانا له خپلې کورنۍ سره په تېره ډسمبر میاشت کې له ختیځ حلبه د پراخې کوچېدنې په لړ کې وتښتېده او اوسمهال په ترکیه کې اوسېږي.

د بانا مور فاطمه - چې د خپلې لور د ټویټر اکونټ په چلولو کې یې همکاري ورسره کوله- بي بي سي ته د دغه لیک یوه لمېسه (کاپي) استولې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بانا مور فاطمه - چې د خپلې لور د ټویټر اکونټ په چلولو کې یې همکاري ورسره کوله- بي بي سي ته د دغه لیک یوه لمېسه (کاپي) استولې ده.
د انځور حقوق AFP
Image caption بانا العابد دا مهال ترکیه کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي

دا وايي، بانا دا لیک د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې لیکلی و، ځکه چې "هغې ټرمپ څو ځلې پر تلوېزیون لیدلی و. "

اغلې لوهان په ۱۱ کلنۍ کې هغه مهال د فلم ستورې شوه، چې د ډیزني (لوی دام) په نامه فلم کې ولوبېده.، خو د هغې کاري ژوند په وروستیو کلونو کې د ځینو رسواییو له کبله له هنري تګلوري واوښت.

په روانه اونۍ کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګني هغه په ترکیه کې په حجاب کې لیدل شوې او ښايي مسلمانه شوې وي.

ښکاري چې هغې پر ټویټر او انسټاګرام خپلې ټولې تبصرې ړنګې کړې او خپل ژوندلیک یې بدل کړی او لیکلي یې دي چې "علیکم السلام"، چې معنا یې "پر تاسو دې سلامتیا وي".

د انځور حقوق @ALEBEDBANA
د انځور حقوق @ALEBEDBANA
د انځور حقوق @ALEBEDBANA