'د اوو هېوادونو ' ګرین کارت ' لرونکي هم نه شي کولای امریکا ته ورشي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ د جمعې پر ورځ دغه فرمان لاسلیک کړ

د امریکا کورني امنیت وزارت ویاند ګیلیان کریستنسن ویلي، د اوو هغو هېوادونو کسان، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي د اوس لپاره که ګرین کارت هم ولري امریکا ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

له نن ګهیځ راهیسې د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریې او یمن اوسېدونکو پر مخ د امریکا دروازې تړل شوې دي.

ټرمپ تر بیا امر پورې امریکا ته د سوریايي کډوالو تګ وځنډواه

د امریکا د بهرنو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

امریکا ته د مکسیکو ولسمشر سفر لغو کېدل او د ټرمپ غبرګون

بل لور ته د ولسمشر ډونالډټرمپ له دغه امر وروسته تکنالوژي کمپنۍ ګوګل له هېواده بهر خپل کارکونکي بېرته هېواد ته غوښتي دي.

د امریکا پر دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د یو شمېر هېوادونو له لوري نیوکې شوې دي.

ښاغلي ډټرمپ د جمعې پر ورځ د ' له ترهګریزو بریدونو د امریکا خوندیتوب ' په نامه یو ځانګړی امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې د څلورو میاشتو لپاره د دغو اوو هېوادونو پر اوسېدونکو امریکا ته د ورتګ بندیز ولګاوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دې مخکې په فرمان کې د شین کارتو برخلیک معلوم نه و

د امر له صادرېدو وروسته یو شمېر هوايي شرکتونو خپلو الوتکو کې امریکا ته د هغو کسانو له لېږدولو انکار وکړ، چې غوښتل یې هلته لاړ شي. تر اوسه دا معلومه نه وه، چې د ګرین کارت لرونکي هم امریکا ته نه پرېښوول کېږي.

اوس د امریکا کورني امنیت وزارت د ممنوع دخول کسانو په نوملړ کې هغه هم شامل کړي، چې ګرین کارت لري. د بشري حقونو فعالانو دغه تدبیرونه له تبعیضه ډک بللي او وايي له کبله به یې کډوال په خطرناکو حالاتو کې ژوند کولو ته اړ شي.

دوی وايي دې سره به د امریکا په اړه هغه تصور، چې ګواکې د کډوالو خاوره ده، زیانمن شي. په امریکا کې دننه هم د فېسبوک بنسټګر، یو شمېر نوبل جایزه ګټونکو او ځینې نورو مخورو کسانو پر دغې پرېکړې نیوکې کړې.