امريکا ته د سوري کډوالو پر ورتګ بنديز
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا ته د سوري کډوالو پر ورتګ بنديز

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو امر کې د څلورو میاشتو لپاره د خپل هېواد پولې د کډوالو پر مخ وتړلې. دی وايي دا کار به مرسته وکړي چې امریکا له بهرنیو اسلامپالو ترهګرو وساتل شي.

د سوریې خلک اوس نشي کولی امریکا ته لاړ شي. د شپږو نورو مسلمانو هېوادونو خلکو ته د ویزې ورکول هم د درو میاشتو لپاره درول شوي دي.

په دې شپږو هېوادونو کې افغانستان نه دی شامل. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له امریکا غوښتي چې د اجرایوي فرمان سربېره دې هم له کړکېچه د تښتېدونکو خلکو هر کلی وکړي.