د امریکا ځینې هوايي ډګرونو کې د ټرمپ د فرمان ضد مظاهرې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نیویارک په جان اف کنډې هوايي ډګر کې د ټرمپ ضد اعتراض

د نیویارک په جان اف کنډي هوايي ډګر کې په سلګونو معترضانو د هغو پنا غوښتونکو د خوشي کېدلو غوښتنه وکړه چې امریکا ته په رسېدلو سره نیول شوي دي.

دوی د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه فرمان پرضد اعتراض وکړ چې د اوو هېوادونو ویزه لرونکي وګړي یې امریکا ته له ننوتلو منع کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، چې دا فرمان یې "امریکا ته د مسلمانانو د تګ د مخنیوي مانا نه لري".

د لاس انجلس، سن فرانسیسکو او ډالس په ګډون د امریکا په ځینې نړیوالو هوايي ډګرونو کې هم د پناغوښتونکو په ملاتړ او د ډونلډ ټرمپ د فرمان ضد غونډې شوې دي.

* ډونلډ ټرمپ: هند د امریکا ریښتونی ملګری دی

* د امریکا د بهرنو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

ځینې خپلخوښو یا دواطلب وکیلانو ویلي، د هغو پناغوښتونکو د حقوقي وضعیت د تعقیبولو لپاره به هوايي ډګرونو کې و اوسي چې له دې قانون زیانمنېږي.

د نیویارک څارنوال اریک شنایدر ویلي، "له هغو کسانو سره چې د ښاغلي ټرمپ د خطرناکو فرمانونو او توپیري چلند قرباني دي" د مرستې لپاره خپل ټول ځواک کاروي.

د هغه په خبره، په نیویارک څارنوالۍ کې همکاران یې د هغو کډوالو له وکیلانو سره اړیکه لري او قانوني ملاتړ ورته پیدا کوي، چې د نیویارک هوايي ډګر کې نیول شوي

د انځور حقوق @NYDIAVELAZQUEZ
Image caption په کانګرېس کې د نیویارک دوه استازي هم لهبندي شوو پناغوښتونکو سره د مرستې لپاره هوايي ډګر ته تللي دي.

دوه عراقي پنا غوښتونکي چې د امریکا ویزې هم لري په نیویارک هوايي ډګر کې نیول شوي او د دوی وکیل مارک ډاس د ډونلډ ټرمپ وروستي فرمان ته په اشارې وايي: "دا فرمان د اساسي قانون خلاف دی او موږ یې پرضد مبارزه کوو".

نوموړي په نیویارک هوايي ډګر کې بي بي سي ته وویل: "ډېره بده ده چې موږ د نړۍ خورا تر ټولو زیانمن خلک ستانه کړو، یا هم له وکیل لرلو پرته یې هوايي ډګر کې بندي کړو، هغه کسان چې زموږ هېواد ته یې خدمت کړی او له ځور او وېرې را تښتېدلي، همدارنګه د استوګنې غوره وضعیت هم لري".

یو له دې دوو عراقیانو -چې په خپل هېواد کې له امریکايي سرتېرو سره ژباړن و- د یکشنبې په ماښام خوشی شو، خو دویم کس لا هم بندي دی.

* روسي دیپلوماتان د امریکا له خاورې ووتل

* د برلین ښاروال: ټرمپ دې دېوال نه جوړوي

په کانګرېس کې د نیویارک دوه استازي جري نډلر او نیډیا ولازکوز هوايي ډګر ته تللي چې د دغو دوو عراقي او یوولسو نورو مسلمانو پنا غوښتونکو وضعیت تعقیب کړي.

د "ملي کډوالۍ حقوقي مرکز" او "د امریکا مدني ازادۍ ټولنه" په ګډون د امریکا د انساني حقونو څو ادارو د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ سیاست له امله د نوموړي او د امریکا د کورني امنیت د وزیر جان کلي پرضد دعوه کړې ده.

ورته مطالب