برتانیايي وزیران به امریکایي سیالانو سره پر سفر د بندیز پر مسلې خبرې وکړي

Boris Johnson and Amber Rudd د انځور حقوق AFP/PA
Image caption له ښی لاس، د برتانیا د کورنیو چارو وزیره امبر رډد او د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن چې د ښاغلي ټرمپ د فرمان مخالفت یې تر دې مخکې هم کړی و.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تېریزا مې د دغه هېواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو ته امر کړی چې امریکا ته د یو شمېر اسلامي هېوادونو د وګړو پر سفر د بندیز پر مسلې، خپلو امریکايي سیالانو ته زنګ ووهي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن او د کورنیو چارو وزیره امبر رډ به د خپل هېواد په استازیتوب له امریکايي چارواکو سره پر هغه ۹۰ ورځني بندیز وغږېږي چې د اوو مسلمانو هېوادونو پر کډوالو او د امریکا ویزه لرونکو وګړو لګېدلی.

تر دې وړاندې ښاغلي جانسن د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا اقدام "بېلوونکی او غلط " بللی و.

ښاغلي جانسن پر ټویټر لیکلي ول چې "موږ به په کور دننه او بهر د برتانیا د وګړو د حقونو او آزادۍ ساتنه وکړو ".

د امریکا یوې فدرالي قاضۍ د ټرمپ مسافر شړلو امر ځنډولی

ټرمپ تر بیا امر پورې امریکا ته د سوریايي کډوالو تګ وځنډواه

پر لومړۍ وزیرې تېریزا مې نیوکې شوې وې چې ولې دا اقدام نه غندي.

تر دې وړاندې ګڼ اعتراض کوونکو د ولسمشر ټرمپ دغه فرمان وغنده او د برتانیا له دولت یې وغوښتل چې دغه هېواد ته د ولسمشر ټرمپ وړاندیز شوی سفر لغو کړي.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption د جنورۍ پر ۲۱ زرګونو کسانو لندن کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستي امر پر ضد مظاهره وکړه.

د برتانیا د کارګر ګوند مشر جېريمي کوربن هم ویلي چې برتانیا ته د ولسمشر ټرمپ سفر "بېخي غلط " دی.

ښاغلي کوربن د آی ټي وي تلویزیون سره مرکه کې وویل، "موږ باید دا په ښکاره ووایو چې موږ د دې مسلې په اړه ډېر خواشیني یو، او زه فکر کوم په داسې حال کې چې وضعیت همداسې روان وي، دا به د ده لپاره بېخي غلطه وي چې دې هېواد ته راشي ".

د امریکا ځینې هوايي ډګرونو کې د ټرمپ د فرمان ضد مظاهرې

د برلین ښاروال: ټرمپ دې دېوال نه جوړوي

د انځور حقوق ITV/Peston on Sunday
Image caption جېریمي کوربن وویل، ده د خپل ګوند له غړو سره هم د ښاغلي ټرمپ په اړه خبرې کړي.

امریکا ته د لومړۍ وزیرې مې د سفر پر مهال برتانیا ته د ولسمشر ټرمپ سفر اعلان شو خو کره نېټه یې ونه ښودل شوه.

ښاغلي کوربن خپلې مرکې کې زیاته کړه، "زه فکر کوم دی باید پر دې مسلې وننګول شي، تر هغه چې دا بندیز لېرې شوی نه وي، صادقانه ووایم چې خوښ نه یم دی دلته راشي ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې د برتانیا لومړۍ وزیرې تایید کړه چې ولسمشر ټرمپ به د دې هېواد ته سفر وکړي.

برتانیا ته د امریکا د ولسمشر د سفر په تړاو پر یوې عریضې د لاسلیکونو شمېر ۳۰۰،۰۰۰ رسېدلی چې داسې حالاتو کې باید د دغه هېواد پارلمان بحث پرې وکړي.

ټېریزا مې او ډونلډ ټرمپ په ګډه خبري غونډه کې د ناټو پر همکارۍ ټینګار کړی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ټرمپ