ټرمپ پر اوو هېوادونو امریکا ته د تګ له بندیزه دفاع وکړه

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images

سربېره پر دې چې د امریکا د متحده ایالتونو پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ کلکې نیوکې وشوې، خو بیایې هم له خپل ورکړي فرمانه دفاع کړې چې د اووه هېوادونو پر وګړو یې امریکا ته د تګ بندیز لګولی.

ولسمشر ټرمپ د یکشبنې پر ورځ وویل چې ده مسلمانان نه دي په نښه کړي بلکې "ترهګرۍ " سره د مبارزې او د خپل هېواد د امنیت د ټینګولو لپاره یې دا فرمان ورکړی.

د ټرمپ فرمان ته نړیوال غبرګونونه

د امریکا یوې فدرالي قاضۍ د ټرمپ مسافر شړلو امر ځنډولی

هغه دا یادونه وکړه چې په ۲۰۱۱ کال کې ولسمشر بارک اوباما هم د شپږو میاشتو لپاره د عراقي وګړو پر ویزو بندیز ولګاوه.

د فرمان پر ضد مظاهرې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مظاهره چیان د هوايي ډګرونو پر وړاندې راټول شوي.

هممهاله د کډوالو پر وړاندې د امریکا د ولسمشر د سیاستونو ضد مظاهره کوونکي پر دوهمه ورځ، یکشنبه هم واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ پر وړاندې او د امریکا ځیني ایالتونو کې سره راټول شول.

دې ته ورته اعتراضونه نیویارک کې د جام اف کېنېډي او وېرجینیا کې د ډالاس هوايي ډګرونو پر وړاندې هم ترسره شول.

دوی د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرمان د پلي کېدو پر وړاندې غبرګون ښيي چې د جمعې پر ورځ یې "له ترهګریزو بریدونو د امریکا د ساتنې " په نامه صادر کړ.

ټرمپ تر بیا امر پورې امریکا ته د سوریايي کډوالو تګ وځنډواه

ټېریزا مې او ډونلډ ټرمپ په ګډه خبري غونډه کې د ناټو پر همکارۍ ټینګار کړی

د انځور حقوق Getty Images

د دې فرمان پر بنسټ د څلورو میاشتو لپاره امریکا ته د کډوالو پر ورتلو او د درې میاشتو لپاره د د اوو هېوادونو د وګړو پر سفر چې مسلمانان پکې ډېری دي، بندیز ولګېد.

ایران، عراق، سوریه، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه اووه هېوادونه دي چې د ټرمپ په فرمان کې یې یادونه شوې.

د ولسمشر له دغه فرمان وروسته، د امریکا د بېلابېلو ښارونو په هوايي ډګرونو کې د یادو اوو هېوادونو وګړي له ستونزو سره مخ شول چې ځینې یې نیول شوي هم دي.

Image caption علي او ماشومان یې له هغو کسانو ول چې د امریکا د سرحدي پولیسو له خوا تم شوي ول او بالاخره په وتو بریالي شول.
Image caption د نیول شوو کډوالو خپلوان د مساپرو ښه راغلاست کې په تمه ولاړ دي.

د دغو کډوالو او پناه غوښتونکو نیول کېدل د دې لامل شو چې د امریکا یو شمېر هوايي ډګرونو کې خلک د اعتراض په ډول غونډ شي.

د دې ترڅنګ نیویارک ښار کې یوې فډرالي قاضۍ د ولسمشر ټرمپ د فرمان له مخې د اوو هېوادونو د وګړو د نیولو د لړۍ موقتو درولو امر وکړ. دې کې هغه کسان هم راځي چې یا امریکا ته په قانوني اسناد تللي او یا هم پناه غوښتونکي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلي ټرمپ د تېلو د دوو جنجالي نل لیکو د بیا پرانیستلو امر هم وکړ