ټرمپ ته په ځواب امريکايي شرکت د ۱۰ زرو کډوالو ګومارلو اعلان وکړ

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د اوو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د تګ د بندیز په غبرګون کې امریکايي شرکت 'سټاربکس' تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د ۱۰٫۰۰۰ کډوالو ګومارلو ژمنه کړې ده.

د دغه شرکت اجراییوي مشر هاوارډ مسټر چلټز خپلو کارکوونکو ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي، د ولسمشر امر د ''اندېښنې، تعجب او مخالفت لامل'' ګرځېدلی.

شرکت وايي، د ګومارلو چارې به په امریکا کې پیلېږي او پر هغو خلکو ته ډېر تمرکز کېږي چې په پوځ کې یې خدمت کړی یا د پوځ ملاتړ کوي.

ښاغلی چلټز هغه وروستی امریکایی مشر دی چې د کډوالو پر بندیز یې نیوکه کړې ده.

د کډوالو په اړه د ټرمپ د ځانګړي فرمان مهم ټکي

ټرمپ پر اوو هېوادونو امریکا ته د تګ له بندیزه دفاع وکړه

د سیلیکان درې او فیسبوک شرکتونو په ګډون، ګوګل او ټیلسا هم په ډاګه په خبرپاڼو کې د ټرمپ د فرمان پر وړاندې غبرګون ښودلی او ایربي ان بي بیا هغو خلکو ته د وړیا اوسېدو اسانتیا رامنځ ته کولو د اسانتیا اعلان کړی چې د ټرمپ د بندیز له کبله امریکا ته د سفر د محدودیت له کبله اغېزمن شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان په مټ امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو د وګړو پرورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز ولګاوه او امریکا کې یې د کډوالو پروګرام د ۱۲۰ ورځو لپاره وځنډاوه.

ښاغلي چلټز د کارکوونکو په تړاو "ژوره اندېښنه" ښودلې او وايي چې د زړه له تله یې د کډوالو د ګومارلو ټینګه ژمنه کړې ده.

دی زیاتوي، غواړي چې د شرکت چارې ونه درېږي.

نوموړی وايي، د ګومارلو دا ژمنه د "هغو کسانو لپاره یو ښه فرصت او هرکلی دی چې له جګړو، تاوتریخوالو او تبعیض نه تښتېدلي او د کاروبار موندلو په لټه کې دي."

سټاربکس د نړۍ په ۷۵ هېوادونو کې تر ۲۵٫۰۰۰ ډېر خرڅلاوځایونه لري.

د ټرمپ فرمان ته نړیوال غبرګونونه

ورته مطالب