داعش کلابند کړي برتانوي ولې ځان وواژه؟

د انځور حقوق .
Image caption راین لاک په سوریه کې له کوردانو سره خپلخوښی یا دوطلب وسلوال و.

بي بي سي ته کورد سرچینو ویلي، په سوریه کې یوه برتانوي وسلوال د اسلامي دولت ډلې ته تر تسلیمېدو ځان وژنه غوره ګڼلې ده.

۲۰ کلن راین لاک د لوېدیز سسیکس و او د سوریې په رقه ښار کې یې د تېر ډیسمبر پر ۲۱ اسلامي دولت ډلې لاس ته د ورتللو په ځای پخپله ځان وژلی دی.

راین لاک په سوریه کې له کوردانو سره خپلخوښی یا دوطلب وسلوال و.

کورد وسلوالو بي بي سي ته ویلي، د راین تر ژامې لاندې د ټوپګ ګولۍ ټپ و او دا یې معلومه کړه چې پخپله یې ځان وژلی دی.

* برتانیا کې د ځانوژنې کچه لوړه شوې

* په ځوانۍ کې ځانوژنه: "د ذهني ناروغۍ" خطر

د سرچینو په خبره، په جبار کلي کې اسلامي دولت پنځه جنګیالي کلابند کړل، خو له وژل کېدو مخکې یې خورا ډېر مقاومت وکړ.

کورد وسلوال وايي، د مړو له موندلو پته معلومه شوه چې برتانوي وسلوال له اسلامي دولت ډلې سره د بندي کېدلو پر ځای ځانوژنه کړې ده.

"د نوموړي ټپ دا ښودل چې ټوپک تر زنې لاندې اېښودل شوی او ډز شوی دی او دا ثابتوي چې پخپله یې ځان وژلی دی".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په سوریه کې کورد وسلوال ښځینه وسلوالې هم لري.

د انساني حقونو په برخه کې یوه کارکوونکي مارګ چیپل له بي بي سي سره په خبرو کې ویلی، چې 'ښايي راین لاک د اسلامي دولت ډلې لاسته د ورتللو پر ځای دا غوره ګڼله چې ځان ووژني. د هغه د دې مېړنې بیانولو لپاره کلیمې نشته'.

'زما په اند د دې مېړانې له امله هغه د خورا ستر پوځي مډال حق لري'.

راین لاک په یوه هوټل کې اشپز و، خو تېر اګسټ سوریې ته لاړ، هغه خپلې کورنۍ او ملګرو ته ویلي وو، چې د رخصتیو تېرولو لپاره ترکیې ته ځي.

د سې شنبې په ورځ یې مړی عراق ته واړول شو او بیا به برتانیا ته ولېږدول شی.

* قزاقستان کې د زلمیانو ځانوژنه لوړه شوې ده

* کاناډا د 'مرګ غوښتنې' قانون تصویب کړ

د راین لاک پلار د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي: د راین د مرګ خبر ماته ډېر دردوونکی و، په تېره له کړاوونو وروسته برتانیا ته مړی راوړل یې هم دردوونکي دي.

نوموړي له کورد وسلوالو مننه کړې چې د خپل زوی مړی یې برتانیا ته لېږدوي.

له اسلامي دولت سره د برتانوي وګړو د یو ځای کېدلو خبرونه شته، خو داسې رپوټونه تراوسه نشته چې د دغه هېواد څومره کسان د دې ډلې پر ضد جګړه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کوردان له سوریې کورواکي غواړي.

اړونده مطالب