ټرمپ او د استرالیا لومړي وزیر "پر ټیلېفون شخړه کړې"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ځینو مشرانو سره د ټرمپ د ''لانجمنو ټیلېفوني خبرو'' رپوټونه ورکړل شوي

ځینو رسنیو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د استرالیا او مکسیکو د مشرانو ترمنځ د نظر د اختلاف او لفظي شخړې په اړه رپوټونه ورکړي، خو دغو هېوادونو په رسمي توګه دغه رپوټونه نه دي تایید کړي.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د استرالیا له لومړي وزیر مالکوم ټرنبول سره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټیلېفوني خبرو په اړه رپورټ خپور کړی، چې په وینا یې د دواړو لورو ترمنځ په ناخوښۍ خبرې پایته ورسېدې.

واشنګټن پوسټ لیکي، دواړه مشران د تېرې شنبې په ورځ سره غږېدلی چې د بحث یوه مهمه موضوع یې د امریکا د مخکیني دولت له خوا د هغو ۱۵۰۰ پناه غوښتونکو منل و، چې استرالیا هغه مهال له خپلې خاورې بهر د کډوالو کمپونو کې ځای ورکړی و.

د ځانګړو ویزو لرونکي امریکا ته سفر کولای شي

"د اوو هېوادونو دوه تابعته وګړي د امریکا ويزه نه شي اخيستی"

د امریکا ۹۰۰ ډیپلوماټانو د ټرمپ د پالیسۍ ضد یادښت لاسلیک کړ

د راپور پربنسټ، ښاغلي ټرمپ دا هوکړه د کډوالۍ د خپل بهرني سیاست په ټکر کې بللې، خو د استرالیا لومړي وزیر ټینګار کړی چې د امریکا دولت باید پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.

"د نن تر ټولو ناوړه ټیلېفون"

واشنګټن پوسټ لیکي، ښاغلي ټرمپ په غوسې سره ټیلېفوني اړیکه پرې کړې ده. ټرمپ پر هماغه ورځ د ځینو نورو هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې کړې دي، چې د ورځپاڼې په وینا، له خبرو وروسته د استرالیا لومړي وزیر ویلي: "دا د نن تر ټوله ناوړه ټیلېفوني خبرې وې."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرنبول ویلي، غوره ده چې ټیلېفوني خبرې ''پټې'' وساتل شي

د امریکا او استرالیا د رسمي سرچینو له خوا د ټیلېفوني خبرو په اړه خپاره شوي رپوټونه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له رپوټ سره په ټکر کې و.

د دوشنبې په ورځ ښاغلي ټرنبول وویل، د امریکا ولسمشر موافقه کړې چې د نایرورو او پاپوا ګیني پنډغالو کې ۱۶۰۰ کډوال به مني.

نن (پنجشنبه، سلواغه ۱۴مه/ فبروري دویمه)، د استرالیا لومړي وزیر یوې خبري غونډې ته له ډونلډ ټرمپ سره د یادو لانجمنو ټیلېفوني خبرو له تاییدولو ډډه کړې ده. ښاغلي ټرنبول د واشنګټن پوسټ د راپور په اړه ویلي: "له دې موضوع سره ستاسې په دلچسپۍ ښه پوهېږم، خو غوره ده چې دا ډول ټیلېفوني خبرې په ښکاره، بې پردې او مخامخ ترسره شي."

دی زیاتوي "تاسو ته ډاډ درکوم چې زموږ او د امریکا اړیکي د تل په څېر ټینګ دي."

د امریکا متحدو ایالتونو هوايي ډګر کې کډوال نیول شوي

مکسیکو: د ټرمپ د دېوال لګښت به ورنه کړو

د برلین ښاروال: ټرمپ دې دېوال نه جوړوي

د واشنګټن پوسټ د راپور له خپرېدا وروسته ډونلډ ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي: "ستاسې باور کېږي؟ د اوباما دولت هوکړه کړې چې له استرالیا نه زرګونه ناقانونه کډوال ومني. دا کم عقلانه هوکړه به څېړم".

استرالیا د عراق او افغانستان او همدارنګه د امریکا په مشرۍ د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پروړاندې د مبارزې ټینګ ملګری دی. همدارنګه، د ترهګریزو ګواښونو پروړاندې د استرالیا او امریکا د څارګرو بنسټونو ترمنځ هم د معلوماتو د تبادلې همکاري شته.

مکسیکو ته ګواښ

د انځور حقوق EPA
Image caption د مکسیکو دولت د مکسیکو پروړاندې د ټرمپ د ګواښ په اړه خپور شوی رپوټ ناسم بللی

رسنیو کې نه یوازې د استرالیا له لومړي وزیر سره د ټرمپ د نظر د اختلاف موضوع راغلې، بلکې د مکسیکو له ولسمشر سره هم د ټرمپ د ټیلېفوني خبرو پرمهال د لفظي شخړې خبرونه خپاره شوي دي.

رپوټونه وايي، ټرمپ د مکسیکو ولسمشر انریک پنا نیټو ته مکسیکو کې د "ناوړه خلکو" پروړاندې د ګام اخیستو ګواښ کړی دی:

"هلته یوه ډله ناوړه خلک شته چې تاسو یې په کافي توګه د مخنیوي لپاره کار نه کوئ. زما په اند، ستاسې پوځ له هغوی وېرېږي؛ زموږ پوځيان ډار نه لري، نو امکان لري چې زه هغوی هلته درواستوم او د دوی کار ورخلاص کړي."

روښانه نه ده چې له "ناوړه خلکو" نه د ټرمپ هدف څوک وو، خو ځینو مکسیکويي رسنیو ویلي، ښايي موخه به یې د نشه يي توکو د قاچاق د ډلو مشران او جنایت کوونکي وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مکسیکو موزیم کې د انریک پنا نیټو او ټرمپ مومیايي مجسمې

تر اوسه د دواړو هېوادونو حکومتونو ددغو خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې د مکسیکو د ولسمشر ویاند ویلي وو "دا رپوټ بیخي ناسم دی چې ګني د امریکا ولسمشر ګواښ کړی چې مکسیکو ته به پوځيان استوي." دی وايي امریکا تل د مکسیکو د خپلواکۍ او د حاکمیت د حق درناوی کړی دی.

وړاندې ډونلډ ټرمپ له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړولو ګواښ کړی و چې په وینا یې لګښت به یې هم مکسیکو ورکوي، خو وروسته مکسیکو او نورو سیمو کې د ټرمپ ددغو څرګندونو پروړاندې غبرګونونه وښودل شول او امریکا ته د مکسیکو د ولسمشر ټاکل شوی سفر هم لغوه شو.

امریکا ته د مکسیکو ولسمشر سفر لغو کېدل او د ټرمپ غبرګون

ورته مطالب