د واشنګټن، تهران او اسلام اباد اړیکي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د واشنګټن، تهران او اسلام اباد اړیکي

د ايران ولسمشر حسن روحاني له نړيوالې ټولنې سره د خپل هېواد اتومي تړون دوه اړخيز بری بللی، چې په وينا یې ګټه يې ټولو ته رسېږي.

پر حکومتي ټلويزيون د خبرو پر مهال ښاغلي روحاني د ولسمشر ټرمپ دا خبره رد کړه، چې دغه تړون یې غندلی و.

د ايران ولسمشر ويلي دا تړون سيمه کې د تاوتريخوالي کمولو لپاره د مخ پر وړاندې ګام رول لوبوي.

د ايران په گاونډ پاکستان کې د ټرمپ تگلارې لا روښانه نه دي پاکستان جنوبي اسيا کې د امريکا نژدې ملګری دی، خو د ټرمپ له راتګ سره به د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې څنګه وي؟

زموږ همکار خدای نور ناصر پرې له اسلام اباده رپوټ جوړ کړی دی.