علي خامنه يي: ډونلډ ټرمپ نړۍ ته د امریکا اصلي څېره څرګنده کړه

علي خامنه يي د انځور حقوق Reuters
Image caption علي خامنه یې دغه څرګندونې د ښاغلي ټرمپ له لوري د ایران اتومي پروګرام پر سر د دغه هېواد او نړیوالو ځواکونو تر منځ پر هوکړې له نیوکو او پر ایران د نویو بندیزونو له اعلانه وروسته کړې.

د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي ویلي، د امریکا متحدو ایالتونو نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نړۍ ته د امریکا اصلي څېره څرګنده کړه.

نوموړي دغه څرګندونې ایراني پوځي افسرانو ته وینا کې کړې.

د ایت الله خامنه يي په وینا د امریکا د نوي مشر کړنې د هغو خبرو ثبوتونه دي، چې په خبره یې ایران یې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې کوي.

ټرمپ: ایران 'ډېر بې ادبه' شوی دی

ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

د نوموړي په وینا ایران ویلي، چې امریکايي چارواکي پر فساد ککړ دي او اوس ټرمپ هم همدغه خبره کوي:

'' موږ له ټرمپ نه مننه کوو، چې زموږ لپاره یې ژوند اسان کړ او نړۍ ته یې د امریکا اصلي څېره ورڅرګنده کړه، هغه څه چې موږ له دریو لسیزو راهیسې د امریکايي چارواکو د اخلاقي، اقتصادي او ټولنیز فساد په اړه ویل، ټرمپ هغه تایید کړل. ''

علي خامنه یې دغه څرګندونې د ښاغلي ټرمپ له لوري د ایران اتومي پروګرام پر سر د دغه هېواد او نړیوالو ځواکونو تر منځ پر هوکړې له نیوکو او پر ایران د نویو بندیزونو له اعلانه وروسته کړې.

د علي خامنه یي په خبره:

''هېڅ دښمن نه شي کولای د ایران ملت فلج کړي. هغه ' ټرمپ 'وايي، موږ باید ترې وډار شو، خو ایرانیان به د فبرورۍ پر لسمه د هغه ځواب ووايي او ورته به وښيي چې د دغسې ګواښونو پر وړاندې غبرګون څنګه څرګندیږي. ''

د انځور حقوق AFP
Image caption ایران وايي، د یوه' ناتجربه کار' کس له ګواښونو نه ډارېږي

د ښاغلي ټرمپ له لوړې وروسته خپله لومړنۍ وینا کې ایراني مشر ویلي، چې ایرانیان د امریکايي ولسمشر له ګواښونو نه ډاریږي.

د ایران له لوري د جنورۍ پر ۲۹ مه د بالسټیک توغندي له ازموینې وروسته امریکايي ولسمشر ویلي و، چې 'ایران له اور سره لوبې کوي او دا چې ایا دوی باید ددې قدر و نه کړي، چې ولسمشر اوباما پر دوی څومره مهرباني کوله، خو وايي زه داسې نه یم. '

له هغې تجربې وروسته امریکا پر ۱۳ کسانو او لسګونو شرکتونو بندیزونه ولګول. هغو کسانو کې چې بندیزونه پرې ولګېدل یو شمېر کسان له سپاه پاسداران سره تړاو لري.

ورته مطالب