"د ټرمپ بندیز، که د ژوند او مرګ مسله"

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ

پر کډوالو د ولسمشر ټرمپ له خوا بندیز د ځینو لپاره د مرګ او ژوند په مانا دی.

دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي نور کله به امریکا ته د تګ په خاطر د هغو کسانو دوسیې په چټکۍ څیړل کېدې چې په خطرناکو ناروغیو به اخته وو خو اوس د هغه ۹ کلن سومالیایي هلک چې د زړه ناروغي لري او په ایتوپیا کې د کډوالو په یوه کمپ کې دی، د بل یو کلن سوداني ماشوم چې په سرطان اخته دی او یوه بل سومالیايي هلک چې په رواني ناروغۍ اخته دی امریکا ته لېږدول د ولسمشر ټرمپ د امر له امله ځنډول شوی دی.

واشنګټن پوسټ د هغې ادارې له قوله چې د همدې کډوالو دوسیې پرمخ بیايي ویلي د ولسمشر ټرمپ همدا امر ښايي د دې ماشومانو د مرګ امر شي ځکه چې لېږدول یې ځنډول شوي او د کډوالو په کمپ کې یې درملنه شونې نه ده.

هندوستان ټایمز

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سره صلیب د کارکوونکو وژل کېدو سیمه کې د ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې د فعالیت خبر ورکړل شوی

نړیوال سره صلیب افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول

هندوستان د هندوستان ټایمز ورځپاڼه په جوزجان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د شپږو مامورینو د وژل کېدو په اړه په مطلب کې لیکلي که څه هم سیمه ییز افغان چارواکي ګومان کوي چې دغه شپږ تنه د داعش ډلې د وسله والو له خوا وژل شوي په خپله سره صلیب دا برید په تېرو شلو کلونو کې پر دوی تر ټولو ناوړه برید بللی او ویلي یې دی نه پوهېږي چې دا برید چا کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې دا برید دوی نه دی کړی.

ډان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه لیکي (یو کمربند یوه لار) د چین د ولسمشر هغه پروګرام دی چې له مخې یې په اسیا کې د اورګاډي پر پټلیو، بندرونو او برېښنايي پروژو ملیاردونه ډالر پانګونه کېږي.

پاکستان کې چاپېدونکې ډان ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، چین د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېریزا مې ته بلنه ورکړې چې سږکال دغه هېواد ته د سفر پرمهال د وریښمو لار په اړه په یوه سرمشریزه کې ګډون کړي.

ورځپاڼه لیکي (یو کمربند یوه لار) د چین د ولسمشر هغه پروګرام دی چې له مخې یې په اسیا کې د اورګاډي پر پټلیو، بندرونو او برېښنايي پروژو ملیاردونه ډالر پانګونه کېږي.

چین تراوسه په دې هکله ډېر څه نه دي ویلي چې د وریښمو لار په اړه سرمشریزه کې به څوک ګډون کوي؟

ایکسپریس ټربیون

له اوربنده د هند سرغړونې د سیمې ثبات له احتمالي ګواښ سره مخامخ کولای شي. دا په پاکستان کې د چاپیدونکې ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي د پاکستان پوځ په دوامدره توګه د هند له خوا له اوربنده سرغړونو ته د سیمې ثبات ته د احتمالي ګواښ په سترګه ګوري.

ورځپاڼه لیکي دا موضوع پرون په یوه غونډه کې چې مشري یې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا کوله وڅیړل شوه او په دې خاطر چې په دې برخه کې په بیړه ګام پورته کړای شوی وي، په اسلام اباد کې د هندوستان مرستیال سفیر احضار شو او په دې هکله احتجاج ورته وشو.

۳۲ بې وزله هېوادونه

ایکسپریس ټربیون په یو بل مطلب کې د پي ډبیلو سي په نامه یوې نړیوالې ادارې هغه اټکل راخیستي چې وايي پاکستان به تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د ۳۲ بې وزلو هېوادونو ترمنځ ۲۰ پیاوړی اقتصادی ولري او تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې به یې دا دا مقام ۱۶ شي.

ورځپانه د پي ډبیلو سي د ریپوټ له مخې وايي چې پاکستان او مصر به تر ۲۰۴۰ میلادي کال پورې د کاناډا او ایټالیا ځایونه ونیسي او هند به تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ دویم پیاوړی اقتصاد ولري. دغه اټکل د ۳۲ هېوادونو ناخالصو تولیداتو ته په کتو شوی دی.

نیویارک ټایمز

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی جانسن د امریکا د مالیې له سیستم نه شکایت کړی و او ویلي یې وو ژوند په بریتانیا کې کوي خو د امریکا د قانون له مخې اړ دی چې د خپلو عوایدو مالیه امریکا ته هم ورکړي.

نیویارک ټایمز لیکي د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن چې په نیویارک کې زیږېدلی دی خپل امریکايي تابعیت بېرته ورکړ.

ښاغلی جانسن د امریکا د مالیې له سیستم نه شکایت کړی و او ویلي یې وو ژوند په بریتانیا کې کوي خو د امریکا د قانون له مخې اړ دی چې د خپلو عوایدو مالیه امریکا ته هم ورکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب