امریکايی جنرال: زموږ بریا د اورپکو د پټنځیو له منځه وړلو کې ده

نېکولسن د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال نېکولسن د امریکا د متحده ایالتونو د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته خپله استماعیه وینا اوروله.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وایي، لومړنی ګام چې په افغانستان کې موږ بریالي کولای شي دا دی چې "د اورپکو بهرني پټنځي له مینځه یوسو او له دوی ملاتړ ختم کړو ".

جنرال نېکولسن د اورپکو ماتول په داسې حال کې چې له افغانستانه بهر پټنځي ولري او ملاتړ ولري ناشونی بولي. ده افغانستان کې د جګړې دوام ته په اشاره یې زیاته کړه: "د پاکستان ملاتړ او دغه هېواد کې خوندي پناه ځای د متحده ایالتونو د سر، وخت او پیسو په زیان تمامېږي او دښمن ته ستراتېژیکه ګټه رسوي ".

امریکا پر پاکستان میلیونونه ډالره پوځي مرسته درولې

امریکا د لشکر طیبه دوو مشرانو نومونه د ترهګرو نوملړ کې شامل کړي

-امریکا د پاکستان د ملکي او پوځي مشرتابه جاسوسي کړې-

جنرال نېکولسن چې د امریکا د متحده ایالتونو د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته خپله استماعیه وینا اوروله وویل، "تر هغه چې د طالبانو او حقاني شبکې مشران پاکستان کې خوندي او ازاد وي، سولې ته غاړه نه ږدي ".

دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کوي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځي یې ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی پخپله د ترهګرې قربانیان دي.

د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کار له پیل وروسته، دا لومړی ځل دی چې یو لوړ پوړی امریکایی جنرال د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت په دومره ښکاره ټکو خبرې کوي.

دزرګونو نورو امریکايي سرتېرو غوښتنه

د ناټو ځواکونو عمومي قومندان د افغان ځواکونو د روزنې او ترڅنګ یې ترهګرۍ سره د امریکايي ځواکونو د مبارزې مسولیت ته په اشارې، افغانستان ته د زرګونو نورو امریکايي سرتېرو د لېږلو غوښتنه وکړه.

جنرال نېکولسن وویل ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دوی ځواکونه بسنه کوي خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره اضافي پوځيانو ته اړتیا شته.

اوسمهال د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې تر دیارلس زرو ډېر بهرني سرتېري مېشت دي چې ۸۴۰۰ یې امریکایان دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ یو غړی مخکینې دوره کې ولسمشرۍ ته نوماند جان مکېن (کیڼ لاس ته)دی.

د روسیې او ایران د نفوذ په اړه اندېښنې

د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو د جرګه ګۍ مشر جان مکېن چې کله په افغانستان کې د ایران او روسیې مخ په زیاتېدونکي نفوذ ته اشاره وکړه، جنرال نېکولسن ومنله چې تر پخوا د افغانستان سولې او ثبات ته زیان رسوونکې بهرنۍ لاسوهنې ډېرې شوي.

جنرال نېکولسن له طالبانو د ایران پر ملاتړ او د روسیې پر مخ په پراخېدونکې ونډې هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې "سږکال روسیې په ښکاره طالبانو ته مشروعیت ورکړ چې ګواکې افغان دولت نه بلکې طالبان دي چې له اسلامي دولت نومې ډلې سره جګړه کوي او سیمه کې یې له خپرېدو مخنیوی کوي. "

ده وویل چې داعش ډله د افغان او امریکايي ځواکونو له خوا "ځپل شوې او افغانستان کې یې نیمايي کسان یې وژل شوي ".

جنرال نېکولسن "افغان ځواکونه مېړني او زړور " وبلل او ویې ویل چې افغانان پر خپلو امنیتي ځواکونو باور لري.

د انځور حقوق EPA

فساد، د افغان دولت اړتیاوې او لومړیتوبونه

نېکولسن د سولې او پخلاینې په برخه کې د افغان دولت او په تېره بیا د ولسمشرمحمد اشرف غني هڅې وستایلې خو د غیرپوځي لاملونو چې افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو هڅې تر پوښتنې لاندې راولې اقتصاد، اداري او فساد او مخدره توکي یاد کړل.

د افغانستان امنیتي ارګانونو په فساد، ناسمې ادارې او د همغږي په نه شتون تورن دي چې جنرال نېکولسن هم د تلفاتو د کمولو او د پوځي وړتیا د لوړلو لپاره له افغان ځواکونو وغوښتل چې په خپلو لیکو کې فساد له مینځه یوسي او اداره تر دې ښه کړي.

جنرال نېکولسن په خپلې وینا کې سربېره پر دې چې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر همکاریو او وړتیاوو وغږېد، د ناامنیو لاملونه یې په ګوته کړل او د وضعیت د ښه کولو لپاره یې ځانګړې وړاندیزونه وکړل.

جنرال نېکولسن پر دې ټینګار وکړ چې د افغان هوايي ځواک په ګډون دې د دفاعي او امنیتي ځواکونو "اړتیاوې ژر تر ژره بشپړې شي ".

سیګار- د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ

"فساد یوازې افغاني ستونزه نه ده، ځینې امریکایان هم په کې ښکېل دي"

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP
Image caption تر دې پخوا هم جنرال جان نېکلسن ( ښي لور ته) له طالبانو سره د اړیکو له امله پر روسیې او ایران نیوکه کړې وه.

پخواني ولسمشر بارک اوباما له اړتیا سره سم د امریکايي ځواکونو پر شمېر غور کاوه. د ولسمشر ډونلد ټرمپ ادارې لا تر اوسه افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا اصلي کرښې نه دي روښانه کړي چې د سرتېرو شمېر په کې یو مهم ټکی دی.

افغان چارواکو، په تېره بیا پخواني ولسمشرحامد کرزي تل له امریکايي چارواکو غوښتل چې خپل عملیات او پلټنې د ډیورند له کرښې هاخوا ترسره کړي، خو امریکا پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې په سیمه کې مخکښی ملګری بولي. نژدې یوه نیمه لسیزه وروسته د جنرال نېکولسن اوسنۍ څرګندونې تر هر بل وخت ډېر د افغان چارواکو لیدلوري ته نژدې دي.

د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته تللی

د ګوانتانامو ۸ بې جرمه افغان زندانیان